د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې په افغانستان کې د امریکا د پخوانیو ښو افغان همکارانو خیال ساتي.
د چهارشنبې په ورځ جولاۍ ۳۰ (زمری نهمه) په سپینې ماڼۍ کې یو خبریال له ښاغلي ټرمپ څخه وپوښتل چې ویل کېږي د امریکایي ځواکونو «ډېر پخواني همکاران» به بېرته افغانستان ته واستول شي.
ښاغلي ټرمپ یې په ځواب کې وویل: «نه. موږ یې ښه هم پېژنو او هغوی چې شاید ډېر ښه نه دي هم پېژنو. تاسو پوهېږئ چې ځینې راغلي یې ښه نه دي. هغوی چې دنده یې کړې او ځینې شیان ورته ویل شوي، د هغوی خیال به ساتو.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې ولسمشر ټرمپ له افغانستان څخه د انتقال په پروسې کې متحدو عربو اماراتو ته د استول شویو یو شمېر افغانانو د شړل کېدو په اړه هم ویلي وو چې له هغوی سره به مرسته کوي.
له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونه په ۲۰۲۱ کال کې ووتل، د دوی له وتلو وروسته هلته (جمهوریت) نسکور او طالبان بیا واک ته ورسېدل.
ښاغلي ټرمپ په دې اړه هم خبرې وکړې. هغه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل شرموونکي وبلل او ویې ویل: « څه چې شوي، شرم دی. په کومه طریقه چې موږ افغانستان پرېښوده، شرم دی. دا زموږ د تاریخ یو شرموونکی فصل دی. خو زه بیخی ستاسو په پوښتنې پوه شوم او مونږ به ۹۰ فیصده ستاسو د پوښتنې غم وخورو. زه پوهېږم تاسو څه وایاست سمه ده؟ ډېره مننه.»
ولسمشر ټرمپ او د هغه د ګوند اکثریت غړي له افغانستان څخه په دا ډول وتلو انتقادونه کوي او د مخکني ولسمشر جوبایډن حکومت تورنوي چې په دې برخې کې یې ناغیړې کړې ده.
د امریکا حکومت د هغو افغانانو لپاره چې له امریکايي ځواکونو او د امریکايي ادارو سره یې کار او همکاري کړې، د مهاجرت ځانګړي ویزې (SIV) ورکوي او د دغو ویزو له لارې لسګونه زره افغانان متحدو ایالتونو ته انتقال شوي دي.
امریکايي چارواکي وایي چې د ۲۰۲۱ کال راهېسې متحدو ایالتونو ته لسګونه زره افغانان انتقال شوي دي، په دوی کې یې د امریکایي ځواکونو پخواني ژباړونکي، همکاران، د بشري حقونو فعالان، خبریالان او د مخکني حکومت پوځي او ملکي کارکوونکي شامل دي.