ټرمپ وايي متحده ایالات او ایران اتومي موافقې ته نژدې شوي

ولسمشر ټرمپ دا مهال منځني ختیځ ته په سفر وتلی

ولسمشر دونالډ ټرمپ په قطر کې د سوداګریزو چارو په یوې غونډې کې وویل چې متحده ایالات او ایران د اتومي وسلو یوې موافقې ته ډیر نزدې شوي دي.

ټرمپ وویل، " ایران، یو ډول زمونږ شرایط منلي دي."

علي شمخاني د ایران د ستر مذهبي مشر، ایت الله خامنه یي، سلاکار د (اي بي سي) خبري شبکې ته وویل چې تهران به هغې معاملې سره موافقه وکړي چې د بندیزونو د لرې کولو په بدل کې به د غني شویو یورانیمو زیرمي تسلیم کړي.

ټرمپ د مارچ په میاشت کې خبرداری ورکړ که ایران د اتومي پروګرام په اړه کومه موافقه ونه کړي نو په خلاف به یې پوځي اقدام وکړي.

خو د هغو خبرونو پر بنسټ، چې وایي مذاکرات ښه پر مخ ځي، ټرمپ د پنجشنبې په ورځ مۍ ۱۵ (ثور۲۵) وویل چې فکر کوي پوځي اقدام ته اړتیا نشته، هغه وویل: "مونږ به په ایران کې د اتومي وسلو ګرد او غبار جوړ نه کړو."

د متحده ایالاتو او ایران تر منځ د یوې ممکنه موافقې د خبر په خپریدو نن د تیلو بیي هم دوو امریکایي ډالره را ولویدې.

ټرمپ به ددې نه وروسته متحده عربي اماراتو ته لاړ شي چې منځني ختیځ ته د هغه د څلور ورځني سفر وروستی تم ځای دی.

هلته به د خبرو په اجندا کې د نورو مسایلو ترڅنګ په تکنالوژۍ او مصنوعي زیرکتیا خبرې وشي.