ولسمشر ټرمپ سکاټلند ته ځي چې د بریتانیا سره تجارتي موافقه وکړي

د جاپان، اندونیزیا او فلیپین سره د تجارتي موافقو وروسته ولسمشر ټرمپ اوس سکاټلند ته سفر کوي چې د بریتانیا سره د تجارت پر موافقې خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ په سبا د جمعې په ورځ سکاټلنډ ته سفر وکړي چې د بریتانیا سره د تجارت اړوند خبرې وکړي. ولسمشر دا سفر څو ورځې وروسته له هغه کوي چې په واشنګټن کې یې د اندونیزیا،جاپان او فیلپین سره د تجارت په هکله تړونو نهايي کړل.

ولسمشر وویل چې د جاپان سره یې ،، د سوداګرۍ موافقه ښايي په تاریخ کې تر ټولو ستره موافقه وي.،،

د سپینې ماڼۍ ویاندې کرولین لیوټ پرون د چارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې ولسمشر به بریتانیا ته کاري سفر ولري او د ولسمشر د پنځو ورځو د سفر په لړ کې به هغه د بریتانیا د لومړي وزیر کایر سټارمر سره دوه اړخیزه غونډه ولري چې د امریکا او بریتانیا ترمنځ هغې تاریخي د سوداګرۍ موافقې ته نوره هم وده ورکړي چې د مې په میاشت کې ددواړو هیوادونو ترمنځ وشوه.

ټاکل شوې چې ولسمشر ټرمپ او لومړی وزیر سټارمر به د دوشنبې په ورځ په سکاټلند کې هم خبرې وکړي خو دغه خبرې رسمي نه دي.

د ولسشمر هغه نوښت چې په لړ کې به یې د نړیوال تجارت دپاره یو نوی ستانډرډ ایجادیږي د ودې پر حال دی. دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي اتحاد چارواکي هم د امریکا سره یوې ممکنه موافقې ته مخ پر نږدې کیدو دي چې په لړ کې به یې دواړې خواووې پر یو بل بالمقابل ۱۵ سلنه تعارفې واردې کړي چې دا تقریبا د جاپان سره شوي تړون ته ورته دی چې دغه اونۍ نهايي شو.

روانه اونۍ ولسمشر ټرمپ د جاپان، اندونیزیا او فیلیپین سره د سوداګریزو تړونونو هوکړې ته رسیدلی دی او ویلي یې دي چې د جاپان سره یې ،، د سوداګرۍ موافقه ښايي په تاریخ کې تر ټولو ستره موافقه وي.،،

د امریکا سره د نوې سوداګریزې موافقې په ترڅ کې به جاپان په امریکا د ۵۵۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي او امریکا به ددې پانګې ۹۰ سلنه ګټه ترلاسه کوي خو په دې برخه کې یې نور جزیات ورنکړل.

دغه راز جاپان به د امریکا وارداتو ته خپل مارکیټونه پرانیزي چې په کښي موتړې، لارۍ، وریجې او زراعتي تولیدات شامل دي. دتوکیو کلیدي سوداګریز مرکه چي وویل چې د وارداتو تعارفې به چې پخوا یې د جاپان د موټړوصنعت ته خوندیتوب ورکړی و د ۲۵ څخه ۱۵ فیصده ته راکښته شي.

ښاغلي ټرمپ د چارشنبې په سهار وویل چې ،، په یاد مو وي چې جاپان د لومړي ځل دپاهر خپل مارکیټ د امریکا دپرمخ پرانیزي حتی د موتړو، غټو موتړو، لاریوو او نورو شیانو دپاره حتی د زراعت په برخه کې د وریجو دپاره دا مارکیټ پخوا تل بند و.،،

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې ،، د جاپان مارکیټ د ( وضع شویو) تعارفو ترڅنګ ښايي د (امریکا) د ګټې یو غټ لامل وي چې دا کار یواځي د تعارفو په قدرت ممکن شو. دوي دغه راز هوکړه کړې چې د امریکا څخه د میلیاردو ډالرو په ارزښت نظامي او نور وسایل رانیسي. او د ۵۵۰ میلیاردو ډالرو ۹۰ فیصده به مونږ ته راکړي او داسې نور شیان. راځې چې امریکا بیا ستره کړو.،،

ښاغلي ټرمپ دسې شنبې په ورځ وویل چې هغه د فیلیپین د ولسمشر فیرناند مارکوس سره هم چې د سې شنبې په ورځ سپینې ماڼۍ ته د لیدو کاتو دپاره ورغلی و، د سوداګرۍ پر تړونونه مزاکرات وکړل او دغه راز یې د اندونزیا سره هم د سوداګرۍ مزاکرات ترسره کړل.

د دواړو هیوادونو سره پر دې موافقه وشوه چې ددواړو هیوادونو پر توکو به ۱۹ سلنه تعارفه راځي په داسې حال کې چې د امریکا پر توکو به چې دوي ته صادر کېږي هیڅ تعارفه نه وضع کېږي.

ښاغلي ټرمپ داسې وویل،، دا یو ډیر ښه لیده کاته وو او مونږ یې په ترڅ کې د سوداګرۍ موافقې ته سره ورسیدو چې په لړ کې به یې د فیلیپین مارکیټ دامریکايي توکو پر مخ خلاص شي او تعارفې به صفر وي. فیلیپین به ۱۹ سلنه تعارفه ورکړي. مونږ به دغه راز په پوځي لحاظ هم د یوه بل سره کار وکړو.،،

دغه راز ولسمشر ټرمپ وویل چې د اندونیزیا د ولسمشر پرابو سوبیانتو سره د سوداګرۍ د موافقې په لړ کې به امریکا د صنعت ، ټیکنالوژۍ او زراعتي سکتورونو پرمخ دهغه هیواد مارکیټ خلاص شي او ۹۹ سلنه تعارفوي بندیزونه به لیري کړل شي.

دغه راز ښاغلي ټرمپ لیکلي چې ،، اندونیزیا به امریکا ته نادره منرالونه عرضه کړي او د لسګونو میلیاردو ډالرو په ارزښت به تجارتي هوکړه لیکونه وکړي چې د امریکا د بوینګ هوايي شرکت الوتکې، د امریکا زراعتي محصولات او د انرژۍ د برخې توکي رانیسي.،،

ښاغلي ټرمپ همدا راز چین ته خپل د سفر په هکله هم یادونه وکړه چې په نږدې راتلونکې کې به دغه هیواد ته سفر وکړي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې به چې د وروستۍ سوداګریزې جګړې له کبله زیانمنې شوي وې بیرته نورمال حالت ته ستنې شي.