د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د یو اجرايي فرمان په لاسلیک کولو سره د چین په توکو باندې د لوړې تعرفې د ځنډ موده د ۹۰ لپاره وغځوله.
ولسمشر ټرمپ دا پرېکړه تېره ورځ په داسې حال کې وکړه، چې د لوړو تعرفو د بیا عملي کېدو لپاره څو شېبې پاتې وې. دا اقدام په ستاکهولم کې د جولاۍ په میاشت کې د امریکا او چین د مذاکره کوونکو ترمنځ له خبرو وروسته اخیستل کېږي.
تېره ورځ له ولسمشر ټرمپ څخه پوښتل شوي وو چې چې ایا په چین باندې به د تعرفې د ځنډولو موده وغځوي که نه؟
هغه وویل: «وبه ګورو چې څه کېږي. شاید اورېدلای مو، وي چې له چین سره ښه روابط لرو. هغوی په متحدو ایالتونو کې په خپلو بانکونو باندې لوړې تعرفې لګولې. وبه ګورو څه کېږي. هغوی ښه چلند کړی دی. له ولسمشر شي سره زما اړیکه ډېره ښه ده.»
اوس دا موده نومبر میاشتې ته ولاړه، په دې مانا چې د چین په توکو باندې به د امریکا تعرفې نه لوړېږي او د نړۍ د دوو سترو سوداګریزو هېوادونو ترمنځ به د تعرفې په اړه مذاکرات په خپل عوج کې وي.
ولسمشر ټرمپ څه موده مخکې د چین په توکو باندې ۱۴۵ فیصده مالیه او چین بیا د امریکا په توکو باندې ۱۲۵ فیصده مالیه ولګوله.
خو د دواړو خواو مذاکره کوونکو په ژینوا کې خبرې وکړې او د مۍ په میاشت کې یې موافقه وکړه چې دا لوړې تعرفې به ځنډوي. امریکا دا تعرفې ۳۰ فیصدو او چین ۱۰ فیصدو ته راکمې کړې.
ولسمشر ټرمپ ویلي که دواړه هېوادونه د تجارت کومې موافقې ته ورسېږي، هغه به د کال تر پای مخکې د چین له ولسمشر شي جینپینګ سره وویني.
د امریکا د سي ان بي سي سره تېره اوونۍ په یوې مرکې کې ولسمشر ټرمپ وویل، چې ولسمشر شي د دغه ملاقات غوښتنه کړې ده او ده نه ده کړې.
هغه وویل: «زه ملاقات کولای شم. موږ ښه روابط لرو.»
د یکشنبې په ورځ ولسمشر ټرمپ وویل چې چین باید د امریکا د سویابین د رانیولو په موخه خپله خریداري «ژر څلور برابره» کړي. هغه د ټروټ سوشل په حساب کې ولیکل: «دا له متحدو ایالتونو سره د چین د تجارت د کسر د کمولو یوه اغیزناکه لاره ده.»