د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ مۍ ۱۴ (ثور۲۴) د خلیج مشرانو ته وویل چې غواړي له ایران سره یو توافق ته ورسېږي.
ښاغلي ټرمپ دا خبره هم کړې ده چې تهران «باید د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي، خپلې خونړۍ نیابتې جګړې ودروي او د تل لپاره او په تصدیق شوي توګه د اتومي وسلو ترلاسه کولو تعقیب بند کړي».
ټرمپ دا څرګندونې د خلیج د همکاریو د شورا په غونډې کې، چې د سعودي عربستان شهزاده محمد بن سلمان یې مشري کوله، وکړې، هغه زیاته کړه چې هیله لري نور هېوادونو د ابراهیم په تړونونو کې شامل شي، چې دا له اسرائیل سره د یو شمېر عربو هېوادونو د اړیکو د عادي کولو د تړنونو لړۍ ده.
ولسمشر ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې وویل چې «لویه هیله یې دا ده» چې سعودي عربستان ژر د ابراهیم په تړونونو کې شامل شي.
واشنګتن او تهران د ایران د اتومي پروګرام په اړه له تېرې میاشتې راهېسې څلور ځلې مذاکرات وکړل.