ټرمپ د غزې د جګړې پای ته رسولو لپاره د امریکا پلان اعلان کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ او د اسراییلو صدراعظم بنیامېن نتنیاهو

ولسمشر ټرمپ وایي د غزې د جګړې د پایته رسولو دپاره حماس باید د امریکا له خوا وړاندې شوی پلان ومني یا د اسراییلو له خوا له تباهۍ سره مخ شي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسراییلي صدراعظم سره په سپینه ماڼۍ کې تر لیدنې وروسته او د اسراییلو ملاتړ له ترلاسه کولو وروسته، د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره نوی پلان وړاندې کړ.

دا پلان د فلسطیني وسله‌والې ډلې حماس څخه غواړي چې پاتې یرغمل شوي کسان خوشې کړي او د عربو او مسلمانو هېوادونو له خوا بې وسلې شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ د بنیامین نتنیاهو سره یو ځای د سپینې ماڼۍ په یوه خبري کنفرانس کې خپل دا پلان د “سولې اصول” په نوم ونوماوه او له عربو، مسلمانو هېوادونو او اروپایي متحدینو څخه یې د دې پلان په جوړولو کې د مرستې لپاره مننه وکړه.

ولسمشر له بنیامین نتنیاهو څخه هم ددې پلان د ملاتړ دپاره مننه وکړه او ویې ویل:

“که یو ځای کار وکړو، کولی شو هغه مرګ او ورانی پای ته ورسوو چې موږ یې له کلونو، لسیزو، آن پېړیو راهیسې ګورو، او د امنیت، سولې او سوکالۍ نوی فصل پیل کړو.”

ټرمپ وویل، که حماس دا پلان ومني، نو باید په ۷۲ ساعتونو کې پاتې ۴۸ یرغمل شوي کسان خوشې کړي.

د دې پلان له مخې به ژر تر ژره د عربو او مسلمان هېوادونو د ائتلاف په لاس حماس او نورې وسله‌والې ډلې خلع سلاح او نظامي وړتیاوې یې له منځه یوړل شي.

ولسمشر ټرمپ وویل، دغه ائتلاف به له هغو هېوادونو جوړ وي چې نوموړي مخکې یاد کړيدي: مصر، اندونیزیا، اردن، پاکستان، قطر، سعودي عربستان، ترکیه او متحده عربي امارات.

د ټرمپ د خبرو وروسته، د یادو اتو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په ګډه اعلامیه کې د ولسمشر مشري وستایله او ویې ویل چې “موږ په دې باور یو چې نوموړی کولی شي د سولې یوه لاره ومومي.” هغوی د پلان هغه ژمنې هم وستایلې چې وایي: “جګړه باید ختمه شي، غزه باید بیا ورغول، د فلسطیني خلکو بې‌ځایه کېدو مخنیوی وشي، پراخه سوله رامنځته شي؛ او همدارنګه د ولسمشر دا اعلان چې وایي تر اسراییلي اشغال لاندې د لویدیځې غاړې د ضمیمه کولو اجازه به ورنه کړي.”

ولسمشر ټرمپ وویل: “موږ له هغو هېوادونو چې ما یاد کړل، تمه لرو له حماس سره معامله وکړي او د تونلونو په ګډون د ترهګرۍ ټولې زېربناوې یې له منځه یوسي.”

ولسمشر زیاته کړه چې ټول اړخونه به موافقه وکړي چې د اسراییلي ځواکونو وتل له غزې څخه په پړاوونو کې ترسره شي، کله چې پلان پلي کېږي.

نوموړي وویل یوه موقتي اداره به رامنځته شي چې د یوې نوې نړیوالې څارګرې ادارې له خوا به څارل کېږي، چې نوم به یې د سولې هیات (Board of Peace) وي. ټرمپ وویل دی به د عربو، اسراییلي او نورو مشرانو په غوښتنې د دې هیات مشري په غاړه ولري.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه: “زه دا هم اورم چې حماس هم غواړي دا سر ته ورسوي، چې دا یو ښه خبر دی.” نوموړي وویل عرب او مسلمانو هېوادونو ته “باید فرصت ورکړ شي څو د حماس سره د معاملې خپلې ژمنې پوره کړي.”

خو ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې که حماس دا پلان ونه مني، چې امکان یې شته، او یا که ویې مني خو عرب او مسلمان هېوادونه ونه توانیږي چې خپلې ژمنې پوره کړي، نو اسراییل به د حماس د له منځه وړلو لپاره د هغه بشپړ ملاتړ ولري.

“موږ لا د کار پای ته نه یو رسېدلي،” ټرمپ وویل. “نو اوس وخت دی چې حماس زموږ له خوا وړاندې شوی پلان ومني.”

ټرمپ دا هم وویل چې سمدلاسه د جګړې د پای ته رسېدلو تمه نلري. “خو باید یو ډز هم ونشي. او ښايي داسې اوسي، ځکه همداسې ښکاري.”

له ټرمپ وروسته د اسراییلو صددراعظم بنیامین نتنیاهو خبرې وکړې او ویې ویل چې هغه ددې پلان ملاتړ کوي ځکه چې دا به د اسراییل د جګړې هدفونه پوره کړي: د حماس سره ټول اسراییلي یرغمل کسان به ازاد کړي، د دې ډلې نظامي وړتیا به له منځه یوسي، سیاسي واک به یې پای ته ورسوي، او دا تضمین به وشي چې غزه هېڅکله بیا اسراییل ته ګواښ جوړ نه کړي.

جګړه د ۲۰۲۳ د اکتوبر په ۷مه پیل شوه، کله چې حماس له غزې څخه پر اسراییل برید وکړ، له ۱۲۰۰ زیات کسان یې ووژل، چې ډېری یې ملکي وګړي وو، او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.

دا مهال ۴۸ یرغمل شوي کسان لا هم په غزه کې دي، چې اسراییل او امریکا وایي ۲۰ تنه یې ښايي ژوندی وي.

نتنیاهو وویل که پلان عملي شي، د اسراییلي ځواکونو وتل به پدې پورې تړلي وي چې دحماس د پوځي بی وسلې کولو په مسلې کې پرمختګ وشي. هغه وویل اسراییلي ځواکونه به د راتلونکې مودې لپاره د غزې د امنیتي کمربند په شاوخوا کې پاتې شي.

هغه زیاته کړه:

“خو که حماس ستاسې پلان رد کړي، ښاغلی ولسمشر، یا که یې ومني خو بیا وروسته یې پر ضد عمل وکړي، نو اسراییل به دا کار پخپله پای ته ورسوي.”

د اسراییلو صدراعظم د ټرمپ هغه دریځ وستایه چې وایي، د لویدیځې غاړې فلسطیني اداره له یوه ژور او ریښتیني بدلون پرته، په غزه کې هېڅ رول نشي درلودلای.

نتنیاهو وویل بدلونونه باید دا وي: هغو فلسطیني کورنیو ته مالي مرستې بندې شي چې پر اسراییليانو وژونکي بریدونه کوي او (وژلو ته انعام) نومیږي، د ښوونیزو کتابونو بدلون چې د یهوديانو ضد کرکه خپروي، په رسنیو کې د کرکې د خپرولو بندول، د اسراییلو پر ضد نړیوالو محکمو ته د شکایت بندول، د یهودي دولت رسمیت پېژندل، او نور ډېر دیته ورته اصلاحات.

نتنیاهو ولسمشر ټرمپ ته په خطاب وویل:

"دا به تاسو ته حیرانوونکې نه وي چې په اسراییلو کې زیات شمیر خلک پدې باور نه لري چې فلسطیني اداره به بدلون ومومي. خو ستاسې پلان یو عملي او واقعي مسیر وړاندې کوي، چې له مخې به غزه نه د حماس او نه د فلسطیني ادارې تر ولکې لاندې وي، بلکې د هغو خلکو تر ادارې لاندې به وي چې د اسراییل سره رښتینې سوله غواړي.”