د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، وايي چې اوکراین ممکن ټولې هغه سیمې بیرته ترلاسه کړي چې روسیې ته یې له لاسه ورکړي، او د روسیې جګړه یې "بې هدفه" وبلله.
ټرمپ د سه شنبې په ورځ د سپتمبر۲۳، په نیویارک کې د اوکراین له ولسمشر، ولادمیر زیلینسکي، سره له لیدنې وروسته د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې ولیکل: "د اوکراین/روسیې د پوځي او اقتصادي وضعیت په اړه له بشپړ پوهاوي او د هغو اقتصادي ستونزو له لیدلو وروسته چې د روسیې لپاره رامنځته شوي، زه فکر کوم چې اوکراین، د اروپایي اتحادیې په ملاتړ، په داسې موقف کې دی چې کولی شي جګړه وکړي او ټول اوکراین په خپل اصلي بڼه کې بیرته ونیسي."
ټرمپ زیاته کړه چې "د وخت په تیریدو سره، د اروپا او په ځانګړې توګه د ناټو په صبر او مالي ملاتړ، هغه اصلي پولې چې له هغه ځایه دا جګړه پیل شوې، خورا د لاسته راوړلو وړ دي. ولې نه؟روسیه له درې نیمو کلونو راهیسې بې هدفه جګړه کوي، یوه داسې جګړه چې باید د ګټلو لپاره یې یو ریښتینی پوځي ځواک له یوې اونۍ څخه لږ وخت یې نیولی وای. دا د روسیې ځانګړتیا نه په ډاګه کوي. په حقیقت کې، دا دوی د 'یو کاغذي پړانګ' په څیر" ښکاره کوي.
ولسمشر ټرمپ مخکې ویلي وو چې هغه باور لري چې د ناټو غړي هیوادونه باید هغه الوتکې په نښه کړي چې د دوی هوایي حریم ته ننوځي.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا فکر کوي چې که روسي الوتکې د ناټو هېوادونو له هوايي حریم څخه سرغړونه وکړي، نو هغه هیوادونه باید دا الوتکې وغورځوي، ټرمپ وویل، "هو، زه فکر کوم".
ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې د ولادمیر زیلینسکي سره د لیدنې په مهال وکړې. دواړه مشران د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې سره ولیدل.
ولسمشر ټرمپ د دې پوښتنې په ځواب که چې ایا واشنګټن به پوځي ملاتړ وکړي، وویل چې دا به "په شرایطو پورې اړه ولري"، او زیاته یې کړه، "تاسو پوهیږئ، موږ د ناټو په اړه ډیر قوي یو".
روسیې په دې وروستیو کې د ناټو هیوادونو - پولنډ، رومانیا او استونیا – د هوایی حریم څخه سرغړونه کړې ده. د روانې میاشتې په پیل کې پولنډ د روسیې څو بې پیلوټه الوتکې وروسته له هغې وویشتلې چې د هغه هېواد (پولنډ) هوايي حریم ته ننوتلې وې.
ټرمپ د زیلینسکي ستاینه هم وکړه، هغه یې یو "زړور سړی" وباله چې په داسې حال کې "سخته مبارزه کوي" چې د اوکراین په ښارونو د روسیې بمبارۍ ادامه لري.
د امریکا ولسمشر په وار وار په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده. د دې هدف د ترلاسه کولو په هڅه کې، هغه تیره میاشت په الاسکا کې د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره هم ولیدل.
ټرمپ د یوې پوښتنې په ځواب کې چې د پوتین سره د لیدنې راهیسې څه پرمختګ شوی، وویل: "تر ټولو لوی پرمختګ دا دی چې د روسیې اقتصاد اوس مهال په بد حالت کې دی، لکه څنګه چې تاسو پوهیږئ، د سقوط په حال کې دی، او واضحاً چې اوکراین د دې لوی ځواک د مخنیوي لپاره ډېره ښه کارکوي".
په دې لیدنه کې زیلینسکي د ولسمشر ټرمپ څخه مننه وکړه چې "د دې جګړې د پای ته رسولو هڅه کوي."