امریکا: له طالبانو سره د اړیکو عادي کول د هغوی په اعمالو پورې تړلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو او اړیکو د عادي کولو په اړه به هر ډول اقدام د هغوی د چال چلند او اعمالو پورې تړلي وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند دا څرګندونې، په افغانستان کې د طالبانو د سخت چلند او په عام محضر کې خلکو ته د سزا ورکولو په اړه، امریکا غږ ته د یو ایمیل له لارې کړې.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «ظاهرآ طالبان د افغانستان د حکومت په توګه د نړیوال مشروعیت په لټه کې دي. متحدو ایالتونو واضحه کړې ده، چې د [اړیکو] د عادي کولو په اړه به هر ډول اقدام د طالبانو د اقداماتو پورې اړه ولري.»

د طالبانو محاکمو په تېرې شاوخوا یوې اونۍ کې د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې تر ۶۰ زیات کسان د «زنا، غلا، قمار» او نورو تورنو په اساس محکوم کړي او په عام محضر کې یې په درو وهلي دي.

په بشري چارو کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بنیت په دې اړه اندېښنه څرګنده کړې او د بندولو غوښتنه یې کړې ده.

د بنیت د ایکس په رسمی حساب کې لیکل شوي دي چې طالب مقاماتو په «دا درنې سزاګانې د نړیوال قانون څخه سرغړونه ده او باید ودرول شي»

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د واک له بیا ترلاسه کولو وروسته، په عام محضر کې خلکو ته سزا ورکول پیل کړي دي. د طالبانو مشر هبت الله اخندزاده په عام محضر کې د «قصاص او نورو بدني سزاوې، شرعي بللي» او دفاع یې ترې کړې ده.

نړیوالو بشري سازمانونو د طالبانو دا ډول سزاګانې غندې او د بندولو غوښتنه یې کړې ده. نړیوالې ټولنې د طالبانو د رسمیت پېژندنې لپاره بشري حقونو ته درناوی یو شرط ګڼلی دی. تر دې دمه د نړۍ هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، سره له دې چې چین، روسیه، پاکستان او ایران ورسره دپلوماتیک تعامل کوي.