ملګري ملتونه: افغان زلزله ځپلي کورنۍ په ژمي کې بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د افغانستان په ختیځ کې د وروستیو زلزلو له امله نږدې نیم میلیون کسان اغیزمن شوي او په ژمي کې له سختو شرایطو سره د مقابلې لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا د کنړ ولایت زلزله ځپلو سیمو ته په سفر کې ټینګار وکړ چې له ژمي مخکې د کورنیو د ژغورنې لپاره عاجلې مرستې اړینې دي.

اوتونبایوا، چې د د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهنې سازمان FAO لوړپوړي چارواکي یې ملګري وو، وویل چې ملګري ملتونه د ۱۳۹ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې غوښتنه کوي، چې سلګونه زره کورنۍ د ژمي له سړې هوا، لوږې او بې سرپناه توب څخه وژغورل شي.

هغې زیاته کړه: “افغانې ښځې یوازې د مرستو اخیستونکې نه دي، بلکې د مرستو د رسولو په هڅو کې د ملا تېر دي.”

خو د طالبانو لخوا د ښځینه کارکوونکو پر کار د بندیز له امله مرستندویه فعالیتونه سخت زیانمن شوي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره (UNHCR) ویلي، چې د ښځینه کارکوونکو پرته د بیرته راستانه شویو افغانانو نیمایي برخه ثبت او مرسته نه شي ترلاسه کولی. له همدې امله، د نغدي مرستو پروګرامونه هم ځنډول شوي.

په ورته وخت کې د کډوالو نړیوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې د حیاتي مرستو د پراخولو لپاره ۱۶.۸ میلیونه ډالرو ته بیړنۍ اړتیا لري، چې د ۱۳۴ زره زلزله ځپلو خلکو، په ځانګړي ډول بې‌ځایه شویو کورنیو، ملاتړ وشي.

د IOM مرستیال مشر اوګوچي ډانیېلز وویل: “کورنیو هر څه له لاسه ورکړي او اوس د سرپناه، خوړو او پاکو اوبو پرته تر آسمان لاندې ژوند کوي. د ژمي په رارسېدو به د هغوی حالت لا پسې خراب شي که بېړنۍ مرستې ونه رسېږي.”

د اګست په ۳۱مه د شپږ درجې او د سپټمبر په ۴مه د ۶.۲ درجې په شدت سره زلزلې په کنړ، ننګرهار او لغمان کې پراخ تلفات واړول.

د IOM د ارزونې له مخې، تر اوسه له ۲،۱۰۰ ډېر کسان مړه شوي، شاوخوا ۳،۶۰۰ ټپیان دي، له ۷،۰۰۰ زیات کورونه ویجاړ شوي او نږدې ۵۰۰ زره خلک اغېزمن شوي دي.

ملګرو ملتونو او نړیوالو ادارو تر اوسه له ۸۰ زیاتو کلیو څخه د اړتیاو ارزونه کړې او د بیړنیو مرستو قافلې د زرګونو نورو کورنیو د ژغورنې په موخه لېږل شوې دي.

ګرځنده روغتیايي ټیمونو تر اوسه شاوخوا ۱،۲۰۰ ناروغان تداوي کړي، چې په کې ۹۶ د سختو ټپونو قضیې وې او نږدې ۱۲۰ نور کسان په رواني توګه تداوي شوي.

په ۲۰۲۵ کال کې یوازې له ایران او پاکستان څخه له ۱.۷ میلیونو ډېر افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي، او د ۳.۷ میلیونو اوسېدونکو په لرلو سره، زلزله ځپلي ولایتونه لا له وړاندې د بې ځایه شویو او بېرته راستنو شویو افغانانو کوربه دي.

مرستندویان خبرداری ورکوي که نړیواله ټولنه ژر اقدام ونه کړي، نو زرګونه کورنۍ به په سخت ژمي کې یوازې پاتې شي او بشري ناورین به نور هم زیات شي.