د ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ د څار مدیره پلاوي موندلې چې ایران د اتومي وسلو د نه خپرېدو په اړه خپلو مکلفیتونو ته ژمن نه دی او دې کار په ایران باندې د ملګرو ملتونو د بندیزونو لګولو امکان زیات کړی دی.
د اتومي انرژۍ د نړیوالې ادارې دا پرېکړه لیک د پنجشنبې په ورځ جون ۱۲ (جوزا ۲۲) په داسې مهال خپور شوی چې د ایران د اتومي پروګرام په اړه کړکیچونه زیات شوي او په عمان کې د متحدو ایالتونو او ایران ترمنځ مذاکرات پلان شوي دي.
ایران د دغې نړیوالې ادارې د اقدام په غبرګون کې د خپلو اتومي غني کولو د زیاتولو لپاره د درېیمې بټۍ د پرانیستو او د فوردو په اتومي بتۍ کې د نورو پرمختللیو سنټرفیوژونو د نصب کولو ژمنه کړې ده.
د اونۍ په پيل کې د دغې ادارې مشر رافایل ګروسي د ایران «د ډېرو غني شویو یورانیمو د چټک زیاتوالي» په اړه اندېښنه وښوده.
نوموړي ویلي وویل چې ایران باید د اتومي انرژۍ له نړیوالې ادارې سره همکاري وکړي چې دا اداره تضمین ورکړای شي د ایران اتومي پروګرام د سوله ایزو اهدافو لپاره دی.
د ۲۰۱۵ کال په نړیوال تړون کې د بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې د ایران اتومي پروګرام محدود کړل شوی و. د دغه تړون په اساس، که د تړون کوم لوری ایران تورن کړي چې خپل مکلفیتونه «په ښه ډول نه ترسره کوي»، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا به په ایران باندې د بندیزونو په بیا لګولو غور کولای شي.
په دغه تړون کې بریتانیا، چین، فرانسه، جرمني، روسیه او متحده ایالتونه وو. خو د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې له دغه تړون څخه ووت او ویې ویل چې په تړون کې له ایران سره ډېر سخاوت شوی.
ایران یې په ځواب کې د تړون د یو شمېر هغو محدودیتونو څخه سرغړونه وکړه، چې په اساس یې ایران کوالی شوای خپل یورانیم ۳.۶۷ فیصده غني کړي او باید په هر وخت کې د خپلو غني شویو یورانیمو اندازه محدوده کړي.
د اتومي انرژۍ نړیواله اداره وايي چې ایران ۴۰۰ کیلو ګرام یورانیم لري چې ۶۰ فیصده غني شوي او دا اندازه په تخنیکي لحاظ د اتومي وسلو [د جوړولو] تر کچې لږه کمه ده.
ایران تل دا خبره کوي چې اتومي پروګرام یې د سوله ایزو اهدافو لپاره دی.