د لاس رسي وړ اتصالات

 ټرمپ: ډېر باوري نه یم له ایران سره اتومي تړون وشي


د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ترمپ
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ترمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ وایي چې «ډېر لږ باوري دی» له ایران سره به اتومي تړون وشي، چې مخه یې ونیول شي خپل اتومي پروګرام پوځي نه کړي.

ولسمشر ټرمپ د نیویارک پوست سره په یوې مرکې کې په دې اړه ویلي دي: «زه تر دوو میاشتو مخکې اوس کم باور لرم. په هغوی څه چل شوی.» دا مرکه د دوشنبې په ورځ شوې او دوې ورځې وروسته خپره شوې ده.

په دې وروستیو کې له ایران سره د یو داسې تړون په هکله، چې د اتومي پروګرام غني کول یې بند کړي، د ټرمپ نا امیدي مخ په زیاتېدو ده.

د فاکس نیوز، د سه شنبې په ورځ په خپل راپور کې د ولسمشر ټرمپ سره د خپلې مرکې یوه برخه خپره کړې چې ویلي یې دي: «ایران د څو ورځو مخکې په پرتله اوس په مذاکراتو کې متفاوت چلند کوي.» ولسمشر ټرمپ همدغه راز ویلي دي چې «ایران دېر تعرضي» شوی دی.

د متحدو ایالتونو مذاکره کوونکو د اپریل له میاشتې راهېسې د عمان په منځګړتوب له ایران سره پنځه ځلې اتومي مذاکرات وکړل، وروستي مذاکرات یې د مۍ په ۲۳ نېته په روم کې وو.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي: «د خبرو شپږم پړاو د یکشنبې ورځې ته پلان» شوی دی.

معلومه نه ده چې دا خبرې به چېرته کېږي. متحدو ایالتونو لا دا خبر تائید کړی نه دی.

عراقچي لیکلي دي: «څرګنده ده داسې یو تړون کېدونکی دی چې د ایران د اتومي پروګرام د سوله ایز بهیر ادامه ډاډمن کولای شي.» هغه لیکلي دي چې د دغې مشترکې ګټې پایله د [ملګرو ملتونو د اتومي انرژۍ سازمان] تر بشپړ څار لاندې د ایران د پروګرام د غني کولو په ادامې او د بندیزونو په اغیزناک ختمېدو پوره اړه لري.

ولسمشر ټرمپ تل دا خبرداری ورکړی که ایران د اتومي پروګرام له غني کولو څخه لاس وانخلی، په اتومي تاسیساتو باندې به یې پوځي برید وکړي.

د اتومي انرژۍ نړیوال سازمان اندېښنه ښودلې ده چې ایران یوازینی هېواد دی چې په اټومي وسلو سمبال نه دی خو د غني شوو یورانیمو کچه یې د هغو یورانیمو کچې ته ډیره نږدې ده چې په اټومي وسلو کې استعمالیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG