د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې، سوزان فرګاسن، په دې هیواد کې د ښځینه مرستندویه کارکونکو د شمیر د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ښځینه مرستندویه کارکونکې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې د قربانیانو سره د مرستې په برخه کې مهم رول لوبوي.
د امریکا غږ سره په یوې مرکې کې، فرګاسن د ښځینه مرستندویه کارمندانو کمښت ته په اشارې وویل چې دوی "په ورځ کې تر ۱۸ ساعتونو پورې کار کوي، پیاده مزل کوي ترڅو د ښځو او نجونو د اړتیاوو په اړه د هغوي سره مستقیمې خبرې وکړي".
فرګاسن وویل چې په افغانستان کې ښځینه مرستندویه کارکونکې په ډېرو "سختو شرایطو" کې کار کوي. هغې خبرداری ورکړ چې "اوس مهال کافي پیسې نشته چې اړتیاوې پوره کړي یا د ښځینه مرستندویه کارکونکو اړتیاوې پوره کړي."
په افغانستان کې د یونیسف او نړیوال روغتیا سازمان په شمول د ملګرو ملتونو دفترونو له طالبانو غوښتي چې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو محدودیتونه لرې کړي او هغوی ته اجازه ورکړي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.
د طالبانو حکومت د خیریه موسسو او مرستندویه موسسو په شمول په دولتي ادارو او غیر دولتي موسسو کې د ښځو او نجونو په کار محدودیتونه لګولي دي او دوی یې د شپږم ټولګي پورته له زده کړو هم محرومې کړي دي.
د تېرې یکشنبې په ورځ په کونړ ولایت کې د مرګونې زلزلې له امله له ۲۲۰۰ څخه زیات کسان ووژل شول، له ۳۶۰۰ څخه زیات ټپیان شول، له ۶۷۰۰ څخه ډیر کورونه ویجاړ شول او شاوخوا ۵۰۰۰۰۰ خلک چې ډیری یې ښځې وې، بې کوره شول.
د ملګرو ملتونو په وینا، په کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله لږ تر لږه ۱۱۶۰۰ امیدوارې ښځې اغیزمنې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) کې د ستراتیژۍ چارواکې شانون اوهارا د افغانو ښځو آسیب پذیرۍ ته په اشارې وویل، "موږ د تیرو زلزلو او نورو بحرانونو څخه پوهیږو چې ښځې او نجونې تل تر ټولو دروند بار په اوږو لري."
اوهارا وویل چې تمه کیږي چې د کونړ ولایت د وروستۍ زلزلې له امله د اغیزمن شویو ښځو شمیر به زیات شي، ځکه چې د هغې په وینا په څلورو زلزله ځپلو کلیو کې لاهم ارزونې روانې دي.
ملګرو ملتونو ویلي چې د زلزله ځپلو سیمو د لرې والي او د زیربناوو د نشتوالي په شمول ګڼ شمېر ننګونې رامنځته کړي او تر ټولو مهم، "محافظه کاره ټولنیز نورمونه" چې د ښځو فعالیتونه او حرکت محدودوي، په افغانستان کې زلزله ځپلو میرمنو ته د وخت او کافي مرستې د رسولو مخه نیولې ده.
فرګاسن د افغان ښځو او نجونو په اړه کلتوري او ټولنیزو محدودیتونو ته په اشارې وویل، "د افغانستان په بحث کې، دا اړینه ده چې ښځې د ښځو او نجونو سره مرسته وکړي."
که څه هم د رسنیو د راپورونو له مخې، د کونړ ولایت په مرستندویه ټیمونو کې ښځې هم شته، خو د ښځینه مرستندویه کارکونکو شمیر ډیر کم دی، په هرو لسو مرستندویه کارکونکو کې یوه یې ښځه ده، پداسې حال کې چې اکثره قربانیان ښځې او ماشومان دي.
سوزان فرګاسن په افغانستان کې د ښځو لپاره د ډیرو مالي مرستو او همدارنګه د ښځو په مشري او پر ښځو متمرکز سازمانونو ملاتړ او د ښځینه مرستندویه کارمندانو د شمیر د زیاتولو په اړتیا باندې ټینګار وکړ، ترڅو د هغې په وینا "ډاډ ترلاسه شي چې ښځې او نجونې حیاتي مرستو او معلوماتو ته لاسرسی ولري."