د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټامي بروس ویلي دي چې د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو (SIV) د ورکولو پروسه دوام لري، سره له دې چې امریکا ته د افغانستان په ګډون د ۱۲ هیوادونو د اتباعو په تګ بندیز نافذ شوی دی.
بروس د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل «د افغانستان د ځانګړي مهاجرت ویزې لرونکي امریکا ته د سفري بندیز څخه معاف دي. د افغان ځانګړي مهاجرت ویزې لرونکو سره د مرکو په ګډون قونسلي خدمات په ټوله نړۍ کې د متحده ایالاتو په سفارتونو او قونسلګریو کې دوام لري.»
د ولسمشر ټرمپ فرمان چې امریکا ته د افغانستان او ایران په ګډون د ۱۲ هیوادونو د اتباعو په تګ باندې بندیز لګوي د دوشنبې په ورځ نافذ شو.
خو دغه فرمان په هغو کسانو باندې نه پلي کیږي چې د دوشنبې څخه مخکې یې د اعتبار وړ ویزې اخیستي وي، د افغانستان لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزې ولري، یا هغه کسان چې مخکې یې د پناه غوښتنې یا کډوالۍ درخواست منل شوی وي.
په دغه فرمان کې د افغانستان او ایران سربیره د میانمار، چاد، کانګو، استوايي ګینه، ایریتریا، هیټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن په اتباعو باندې امریکا ته په داخلیدو بندیز لګیدلی دی.
په فرمان کې د افغانستان په اړه ویل شوي، چې د طالبانو حکومت «د پاسپورټونو او مدني اسنادو د صدور لپاره یو وړ او همکار مرکزي ځواک (اداره) او د تفتیش او ارزونې مناسب اقدامات نه لري.»
د ټرمپ اداره وايي چې د دې فرمان هدف « د بهرنیو تروریستانو او ملي امنیت او عامه مصونیت د نورو ګواښونو څخه د امریکا د خوندیتوب لپاره د بهرنیو اتباعو په راتګ محدودیتونه» دي.
په دغه فرمان کې د اوو نورو هیوادونو د اتباعو په راتګ باندې جزوي محدودیتونه لګول شويدي. په دغه هیوادونو کې برونډي، کیوبا، لاووس، سیریلیون، توګو، ترکمنستان او ونزویلا شامل دي