د ټرمپ ادارې وروسته له هغه چې تیره میاشت د امریکا جنګي الوتکو د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ او ویجاړ یې کړل، د ایران د تیلو د غیرقانوني صادراتو د په نښه کولو په موخه د بندیزونو یو بل پړاو اعلان کړ، چې دا په تهران باندې د امریکا د اقتصادي فشار د دوام ښکارندوي کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو او خزانې وزارتونو هممهاله، د چهارشنبې په ورځ په خپرو شویو بیانونو کې، څو کسان، شرکتونه او کښتۍ په نښه کړې چې له ایران سره یې د پټرولیم او پټرو کیمیاوي محصولاتو په صادرولو کې مرسته کړې ده.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمهوري ریاست د خپلې لومړۍ دورې راهیسې د ایران د انرژۍ صادرات، چې د اسلامي جمهوریت [ایران] د عاید اصلي سرچینه ده، د دې لپاره بند کړي دي چې په بهر کې د ترهګرۍ تمویل او پر خپلو خلکو د ظلم کولو د وړتیا مخنیوي وکړي.
د چهار شنبې د ورځې اقدامات لومړی ځل دی چې د ایران پر اټمي تاسیساتو باندې د امریکا د هوايي بریدونو وروسته نیول کېږي. امریکا پر ایران باندې د اسرایلو د ۱۲ ورځنې جګړې په ملاتړ خپل هوايي بریدونه ترسره کړل.
د بهرنیو چارو وزارت د بندیزونو دا بسته، وروسته له هغه چې ولسمشر ټرمپ د فبروري په څلورمه د ملي امنیت یاداښت خپور کړ چې په ایران باندې د اعظمي فشار د کمپاین امر کوي، د ایران د تیلو د خرڅلاو د په نښه کولو په هدف، لسمه بسته ده.
د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ټمي بروس وویل چې متحده ایالتونه به د دې تفاهم لیک "د ملاتړ لپاره اقداماتو ته دوام ورکړي".
د تفاهم لیک راهیسې د خزانې وزارت د بندیزونو دا بسته اتمه ده چې د ایران د تیلو پلور په نښه کوي.
د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بیسنټ وویل چې د هغه وزارت به "د تهران د عایدي سرچینو په نښه کولو ته دوام ورکړي او اقتصادي فشار به زیات کړي ترڅو مالي سرچینو ته د رژیم [ایران] لاسرسی مختل کړي چې بې ثباته کونکو فعالیتونو ته وده ورکوي."
بیسنټ د امریکا او اسرائیلو د تیرې میاشتې پوځي بریدونو ته په اشارې وویل چې [امریکا] غوښتل د اټومي بم جوړولو لپاره د ایران د وړتیا مخه ونیسي.
بیسنټ وویل : "لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ روښانه کړې، د ایران چلند هغه [وړتیا] له منځه وړه ده". هغه زیاته کړه: "په داسې حال کې چې [ایران] د سولې د غوره کولو لپاره هر فرصت درلود، مشرانو یې افراطیت غوره کړی دی."
د اټمي ایران پرضد د اتحاد ډلې، چې یوه مدافع ډله ده د ښاغلي ټرمپ د حکومت وروستي اقدامات ستایلي دي او ویلي یې دي چې د ایران د ۱۲ هغو کښتیو له جملې څخه چې په مخفي ډول د ایران د تیلو په قاچاق کې ترې کار اخیستل کېدو، لس یې ددغه اتحاد په لست کې شاملې شوې دي.
دغه اتحاد په یوه بیان کې ویلي: "د امریکا او اسرائیلو له خوا د ایران د فوردو، نطنز او اصفهان په مهمو اټومي مرکزونو باندې د ویجاړونکو بریدونو وروسته، [ایراني] رژیم دا روښانه کړې چې د خپلو خطرناکو اټومي ارمانونو څخه د شاته کیدو هیڅ اراده نلري."
"د نن ورځې اقدام [ایران] ته یو څرګند پیغام لیږي چې اعظمي فشار بیرته پیل شوی او د ټرمپ اداره به د تهران لخوا د اټومي او پوځي پروګرامونو د بیارغونې د هڅو په وړاندې مقابله وکړي."