د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلد ټرمپ وایي اجازه يې ورنکړه چې د اسراییل یا د امریکا پوځ علي خامنه یي ووژني اوپرې یې نښودی چې هغه په شرمناکه او زشته بڼه مړ شي.
هغه د ټروت سوشل په نوم په ټولنیزه شبکه کې دا خبره وکړه: " زه په دقیقه توګه پدې پوهیدم چې هغه چیرته پناه اخیستې ده. خو دا اجازه می ورنکړه چې اسراییل د امریکایي ځواکونو سره چې پرته له شکه په نړۍ کې تر ټولو ځواکمن او لوي قوت ګڼل کیږي، هغه ووژني. ما هغه د یو خورا شرمناک او زشت مرګ څخه وژغوری، او ددې اړتیا نه ویني چې اوس راته ووایي چې، "ولسمشره ټرمپ له تاسو څخه مننه کوم!"
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه : " په اصل کې د جګړې په وروستۍ مرحلې کې ما د اسراییل نه وغوښتل چې د الوتکو یوه لویه ډله چې مستقیما د تهران په لور په حرکت کې وه او د وروستۍ ضربې او یوې غټې ورځې دپاره اماده و بیرته راستنه کړي. دغه برید به لوی زیانونه اړولي وای او زیات شمیر ایرانیان به په کښي وژل شوي وای. ویل کېده چې دغه برید به تر د جګړې تر ټولو لوي برید وای.
ډانلد ټرمپ پخپل پوست کې لیکلي : "ولی د ایران په شان د یوه جنګ ځپلي هیواد په اصطلاح "معظم" مشر لکه آیت الله خامنه یي په ښکاره او داسې احمقانه توګه ادعا وکړي چې د اسراییل سره په جګړې کې بریالی شوی دی، پداسې حال کې چې پخپله هم پدې پوهیږي چې دا دروغ دي. همداسې نده؟ هغه چې ځانته با ایمان وایي داسې دروغ باید ونه وایي. هیواد یې ویجاړ شو، او درې اټومي شریر تاسیسات یې هم له منځه لاړل. "
هغه زیاته کړه، " په وروستیو ورځو کې زه د بندیزونو د لري کولو د احتمال پر کار او نورو مسایلو بوخت وم چې د ایران د چټک غوره او بشپړ بیا رغونې دپآره یې غوره لاره برابرولای شوای. بندیزونه فشار زیاتوي، خو نه پر ځای یې د غصې او کرکې څخه د یوې ډکې وینا سره مخامخ شوم او په همدې سره مې د بندیزونو د را کمولو او نورو مسلو په تړاو ټول کارونه په ټپه ودرول."
د متحده ایالاتو ولسمشر وایي : "ایران باید له سره د نړیوال نظم سره یوځای سي که نه نو حالات به ورته لا خراب شي. دوي تل په قهر، ناراضه او د دښمنۍ ډک دي او وګورئ چې دې کوم ځای ته رسولي دي. دا یو سوځیدلی، ویجاړ شوی، پرته له راتلونکې او یو داسې هیواد دی چې پوځ یې له منځه وړل شوی، اقتصاد یې ویجاړ شوی او هرې خوا ته یې مرګ او وحشت تر سترګو کیږي. دوي نور هیڅ امید نلري! حالات به تر دې لا هم خراب شي! هیله لرم چې د ایران مشران پدې پوه شي چې د سرکې پر ځای په شاتو ډیر څه تر لاسه کیدای شي. د سولې په هیله."
د ایران د اسلامي جمهوري نظام مشر علي خامنه یي د یوه نسبتا اوږد ځنډ څخه وروسته په یوه ویدیويي پیغام کې لدې سره سره چې د خپل نظام لوړ پوړي پوځي قوماندانان د اټومي او پوځي وسلو مرکزونه او هوایي حریم یې له لاسه ورکړی، بیا هم "د اسراییل" سره په جګړه د بریا ادعا وکړ.
حکومتي رسنیو د هغه له قوله لیکلي: " د ټولو ادعاو سره سره ، اسراییل د ایران د اسلامي جمهوري نظام د ضربو لاندې له پښو ولوید. " د ایران د مشر دا څرګندونې پداسې حال کې وشوې چې د اسراییل له خوا د تیرو دولسو ورځو د بریدونو په دوران کې د ایران په سلهاو پوځي مشران او مقامات چې پکې د سپاه پاسداران د پوځ عمومي قوماندان او د پوځي ځواکونو سر اعلی قوماندان هم ووژل شول. لسهاو حکومتي ودانۍ او سرتیري په نښه شول، او په اخر کې متحده ایالتونو هم د ولسمشر ټرمپ په امر د ایران پر دریو اتمي بټیوو، فردو، اصفهان او نطنز برید وکړ."
له دې وړاندې د اسراییل دفاع وزیر یسراییل کتز د دیارلسم کانال سره د یوې مرکې په ترڅ کې ویلي و چې اسراییلو دا نیت درلودی چې د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه یي ترور کړي خو ددې کار دپآره غوره فرصت ورته برابر نشو."
هغه وویل، " که زمونږ نښه ورباندې برابره شوی وای، هغه مو له منځه وړی." او زیاته یي کړه چې " مونږ قصد درلود چې خامنه یې له منځه یوسو خو هیڅ عملیاتي فرصت شتون نه درلود."
هغه همدار راز وویل: " خو خامنه یې پدې مسلې پوه شو، او د ځمکې لاندې پټ شو او د خپلو پوځي قوماندانانو سره یې خپلې اړیکې قطعه کړې. نو په نهایت کې د هغه د حذفولو پروژه ریښتونې نه وه"
فورم \ دبحث خونه