د اسرائیل او ایران جګړه؛ متحدو ایالتونو منځني ختیځ ته نور پوځي تجهیزات استولي

متحده ایالتونه په منځني ختیځ کې خپل پوځي تاسیسات قوي کوي

په داسې حال کې چې د اسرائیل او ایران ترمنځ جګړه په شپږمه ورځ هم روانه ده، متحدو ایالتونو منځني ختیځ ته نور پوځي تجهیزات لیږلي دي.

د الوتونکو وړونکې بېړۍ USS نیمیتز، چې د جنوبي چین په سمندر کې وه، اوس منځني ختیځ ته روانه شوې او نورې جنګي جیټ الوتکې او تیل انتقالوونکې الوتکې اروپا ته لیږل شوي دي.

د امریکا ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل: "موږ اوس د ایران پر فضا بشپړ او مطلق کنټرول لرو." خو، امریکا ویلي چې هیڅ امریکایي الوتکه د ایران پر فضا پرواز نه دی کړی او یوازینۍ پوځي ښکیلتیا د ایراني توغندیو په وړاندې د دفاع لپاره اسرائیل ته د امریکایي جنګي بیړیو مرسته وه.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د "بې قید او شرطه تسلیمېدو" غوښتنه کړې ده. ولسمشر د سه شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې یو لړ پوسټونه خپاره کړل چې ایران ته یې په ولسي او یا پوځي امریکانو باندې د توغندیو د احتمالي برید په اړه خبرداری ورکړ.

ولسمشر ټرمپ د ایران روحاني مشر علي خامنه يي هم "اسانه هدف" وباله، خو ویې ویل چې دا مهال به ونه وژل شي. ټرمپ د امریکا د مداخلې د احتمال په اړه وویل، "موږ اوس د ایران پر فضا بشپړ او مطلق کنټرول لرو" او د ایران دفاعي تجهیزات د امریکا لخوا جوړ شوي وسلو سره د پرتلې وړ نه دي.

د ایران مذهبي مشر علي خامنه يي وايي، "د ایران ولس به د تپل شوې جګړې په وړاندې په کلکه ودریږي".هغه په دې پیغام کې د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ هغوو څرګندونو، چې په کې د «بشپړې تسلیمۍ» غوښتنه شوې، په ځواب کې ویلي دي چې "د ایران ولس چاته نه تسلیمیږي".

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د ټرمپ ادارې دا روښانه کړې چې ایران "اټومي وسله نه شي لرلی." د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټمي بروس وویل چې دغه وزارت په سیمه کې د امریکایي اتباعو او ډیپلوماتیکو ماموریتونو لپاره د ملاتړ د تنظیم لپاره یو کاري ځواک جوړ کړی دی.

هغې د احتمالي تخلیې پروازونو یا د منځني ختیځ له هیوادونو د وتلو لپاره د امریکایانو د مرستې د غوښتنې په اړه له تبصرې ډډه وکړه. بروس وویل چې وزارت یې د سیمې هیوادونو لپاره امنیتي خبرداری ورکړی او ایران، اسرائیل یا عراق ته د سفر په اړه یې هم خبرداری بیا تکرار کړی دی.