د امریکا د بهرنیو چارو وزارت: په غزې کې د یرغمل شویو اسرائیلیانو خپره شوې ویدیو زړه ماتوونکې ده

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ

د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند امریکا غږ ته په یو استول شوي ایمیل کې په دې اړه لیکلي دي چې «دا ویدو کلیپونه وحشتناک او زړه ماتوونکي دي او په غزې کې د تل لپاره د حماس د ترهګرې ډلې د واکمنۍ د ختمولو او د دوو امریکایانو د جسدونو د سپارلو په ګډون د یرغمل شویو د خلاصون په اړه د ولسمشر دونالډ ټرمپ او د بهرنیو چارو د وزیر مارکو روبیو د کلک هوډ سره مرسته» کوي.

دغه ویاند وویل چې د یرغمل شویو د دردېدلو کورنیو سره خواخوږي څرګندوي او له همدې کبله د امریکا ځانګړي استازي سټیف ویتکاف تېره اونۍ په اسرائیل کې له دغو کورنیو سره لیدلي دي.

نوموړي وویل، هاغسې چې ولسمشر ټرمپ ویلی دي «په غزې کې د بشري بحران د ژر تر ژره ختمېدو یوازینۍ لاره دا ده چې حماس باید تسلیم شي او یرغمل شوي کسان ازاد» کړي.

د پنجشنبې په ورځ د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې د براسلاوسکي ویډیو خپره کړه او د جمعې په ورځ حماس د ډیوډ ویډیو خپره کړه. په خپرو شویو ویډیوګانو کې دوه اسرائیلي وګړي ښودل کېږي چې د خوراکي موادو د کمښت له وجې ډیر کمزوري او ډنګر شوي دي.

اسرائیل د سره صلیب د سازمان څخه غوښتي چې د هغو یرغمل شویو اسرائیلیانو لپاره دې سمدستي دخوراکي موادو او درملو د برابرولو ترتیبات ونیسي چې ددغو ترهګرو سازمانونو له خوا په خپرو شوېو ویډیوګانو کې ښودل شوي دي.

د اسرائیل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر ویلي چې هغه د یکشنبې په ورځ د سره صلیب د نړیوال سازمان یا (آی سي ار سي) د سیمه ایز ریس، جولین لیریسن، سره په دې هکله تیلیفوني خبرې کړي.


سره صلیب ددې تیلیفوني خبرو بشپړ متن نه دی خپور کړی خو دیکشنبې په ورځ یې یوه بیانیه خپره کړې او په کې یې ویلي چې د «هغو زړه بوږنوونکو ویډیوګانو په لیدو حک پک شوي» چې په کې اسرائیلي یرغمل شوي کسان، رام براسلاوسکي او ایویتار ډیویډ، ښودل کېږي چې په بد وضیعت کې دي.


د سره صلیب په بیانیه کې راغلي دي چې « دا ویډیوګانې ښکاره شواهد وړاندې کوي چې یرغمل شوي کسان په داسې وضیعت کې ساتل کېږي چې ژوند ته یې خطر موجود دی. مونږ پوهېږو چې د یرغمل شویو کسانو کورنۍ چې دا ویډیوګانې ګوري زړونه یې ماتېږي او خواشیني کېږي چې خپل خپلوان یې په داسې وضیعت کې وویني.»

د نتنیاهو دفتر ویلي دي چې هغه ښاغلي لیرسن ته ویلي چې یرغمل شوي کسان د « سیستماتیکې لوږې» سره مخ دي او د نتنیاهو څخه یې نقل قول کړی چې ویلي یې دي « نړۍ نه شي کولای ددې شاک ورکوونکو انځورونو په مقابل کې چې د نازیانو د ظلمونو یاد تازه کوي، بې تقاوته پاتې شي.»