امریکا د ناټو له متحدینو غواړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ د ناټو له مشر مارک روټه

متحده ایالتونه د ناټو له متحدینو څخه غواړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي، خپلې ډله ایزې پوځي وړتیاوې قوي کړي او په عین وخت کې په امریکایي سرچینو باندې خپله تکیه کمه کړي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو له غونډې مخکې وویل چې اروپایي هیوادونو د پوځي لګښتونو د زیاتولو په اړه د امریکا د ولسمشر دونالډ ټرمپ غوښتنې ته ځواب ویلی، خو ټول متحدین باید د خپل ناخالص کورني تولید پنځه سلنه په دفاعي چارو ولګوي.

هیکسیټ وویل: «دا د هغو بیرغونو لپاره نه شي کېدای چې پر موږ ګران دي دا باید د هغه جوړښت لپاره وي چې موږ یې لرو.» هغه زیاته کړه «دا هغه سخت ځواک دی چې په حقیقت کې مخنیوی کوي او دا یوازې د متحده ایالاتو وړتیاوې نه دي.»

د ناټو عمومي منشي مارک روټه هم خبریالانوته وویل، چې متحدین باید «ډېر نور» لګښت وکړي او هغه باور لري، چې د جون د میاشتې په وروستیو کې به په هاګ کې د ناټو په سرمشریزې کې په دې اړه یوه موافقه موجوده وي.

هغه وویل: «متحدو ایالتونو ناټو ته بشپړه ژمنه ورکړې وه، خو دا تمه هم کېږي چې اروپایي او کاناډايي متحدین به هم لګښتونه ډېروي.»

د لګښتونو پنځه فیصده هدف ته رسېدل به تر اوسنۍ کچې ډېر زیات وي.

د ناټو متحدینو په ۲۰۲۳ کال کې موافقه کړې وه، چې هر کال به د خپلو ناخالصه کورنیو تولیداتو حد اقل دوه فیصده په دفاعي چارو لګوي، خو په تېرې یوې لسیزې کې دا بهیر د دفاعي بودیجې د زیاتېدو په لوري روان و.

په ۲۰۲۴ کال کې متحدینو وویل چې ۲۲ هېوادونو یا دا اندازه پوره کړې او یا ترې زیات دي، خو په ۲۰۱۴ کې د ددغو هېوادونو شمېر درې وو.