د متحدو ایالتونو او چین مرکچیان د سې شنبې په ورځ د جون نهمه (د جوزا ۲۰) دوهمې ورځې لپاره په لندن کې خپلو خبرو ته ادامه ورکړې. د دغو خبرو هدف د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په اړه د تیرې میاشت د موقتي موافقې حفظ دی.
په خبرو کې د متحدو ایالتونو استازیتوب د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ، د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنک او د تجارت استازی جېمیسن ګریر کوي.
او د چین لخوا بیا د هغه هیواد مرستیال لومړی وزیر هي لیفېنګ د خپل پلاوي مشري کوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته د دوشنبې په ورخ ناوخته وویل چې خبرې «ښه روانې دي.»
د مي په ۱۲ نیټه، متحده ایالتونه او چین یوې ۹۰ ورځنۍ موافقه ته سره ورسیدل چې په ترڅ کې دواړو هیوادونو هوډ وکړ چې د یو بل په محصولاتو باندې به لګول شوي تعرفې کموي. په دې وروستیو کې امریکا او چین د یو بل په محصولاتو باندې تعرفې تر ۱۰۰ فیصدو ډیرې کړي.
د پنجشنبې په ورځ، ولسمشر ټرمپ د چین د ولسمشر شي جیپینګ سره په ټیلیفون اوږدې خبرې وکړي او دواړو خواوو فیصله وکړه چې مذاکرات به بیرته پيل کوي.
متحدو ایالتونو په چین اعتراض کړی چې د کمیابه خاورې په صادراتو یې محدودیتونه وضع کړي دي. کمیابه خاوره د ځینو شرکتونو ، لکه د موټر او سیميکانډکټرانو د جوړولو شرکتونو، لپاره حیاتي ارزښت لري.
چین بیا د امریکا لخوا د پرمختللو چیپونو د خرڅلاو په سر پر محدودیتونو اعتراض کړی. دغه چیپونه بیا د مصنوعي ځیرکتیا په ټکنالوجۍ کې استعمالیږي.
د بریتانیا حکومت وايي چې که څه هم دوی د خبرو برخه نه دي خو د خبرو کوربتوب یې کوي.
د بریتانیا حکومت په یوه بیان کې ویلي: «موږ یو داسې هیواد یو چې د آزادې سوداګرۍ ملاتړ کوو او موږ تل واضح و چې تجارتي جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده. نو موږ د دغه خبرو هرکلی کوو.»
د بریتانیا حکومت په یوه بیان کې ویلي: «موږ یو داسې هیواد یو چې د آزادې سوداګرۍ ملاتړ کوو او موږ تل واضح و چې تجارتي جګړه د هیڅ چا په ګټه نه ده. نو موږ د دغه خبرو هرکلی کوو.»