د متحدو ایالتونو د سنا غړي د رخصتیو نه بیرته ستانه شوي او د اسرائیل او ایران د جګړې په اړه یې څرګندونې کړیدي.
د دواړو ګوندونو سناتوران لیوال دي چې وپوهیږي امریکا تر کومه حده په بریدونو کې او خطراتو په اړه یې په ارزونې کې ښکیله ده.
سناتور ټیډ کروز پر خپل ایکس پاڼې کې لیکلی دي چې د اوسني وضعیت پړه د ایران په غاړه ده دا ځکه چې دغه هیواد په دې کې پاته راغلی چې خپل اټومي سنترافیجونه په بشپړه توګه له منځه یوسي. هغه تاکید کړی دی چې دا د ولسمشر ټرمپ لپاره سره کرښه ده.
هغه ویلي «ایران په عامه ویلي دي چې دوی [د خپل آټومي تاسیسات د له منځه وړلو اقدام] نه کوي.او دغه د ولسمشر ټرمپ دپاره سپکاوی و.»
سناتور ټېم کین غواړي چې دا یقیني کړي چې مخکې له دې نه چې امریکا په منځني ختیځ کې په «یوې بلې بې پایانه جګړې»کې ښکیله شي، کانګرس خپل نظر ورکړي.
هغه یو پریکړه لیک وړاندې کړی دی چې په اساس به یې کانګرس په موضوع بحث کوي او رایه ګیري به کوي مخکې له دې نه چې امریکايي قواوي د ایران خلاف کوم اقدام وکړي.
کین په یوبیان کې ویلي دي «چې دا زموږ د ملي امنیت په ګټه نه ده چې ایران سره دې په جګړې کې ښکیل شو ترڅو چې په بشپړه توګه د متحدو ایالتونو نه دفاع ضرورت پيښ نه شي.»
نوموړي ویلي دي چې «زه ډېره اندیښنه لرم چې د اسرائیل او ایران ترمنځ د لانجې زیاتیدل کیدای شي چې ډیر ژر امریکا په یوې بلې بې پایه جګړه کې راګیره کړي.»
کین زیاته کړې ده: «د امریکا خلک علاقه نه لري چې خپل عسکر په منځني ختیځ کې یوې بلې اوږدې جګړې ته واستوي.»
«دغه پریکړه لیک به دا یقیني کړي چې که موږ تصمیم ونیسو چې په پوځي لباس کې خپل د هیواد نارینه او ښځې په خطر کې واچو، موږ په کانګرس کې بحث ولرو او رایه پرې ورکړو،» سناتور کین وویل.
د متحدو ایالتونو د ولسي جرګې غړي توماس ماسي د دوشنبې په ورځ ناوخته خپل پلان چې د دوشنبې په ورځ به «د دواړو ګوندونو د جګړې د واکونو پریکړه لیک» وړاندې کړي چې دا به د اسرائیل او ایران په جګړه کې د امریکا ښکیلتیا منع کړي.
ماسي په خپل ایکس پاڼه کې ولیکل: «دا زموږ جګړه نه ده. خو که زموږ جګړه هم واي، کانګرس باید چې زموږ د اساسي قانون په اساس په دغسې موضوعاتو پریکړه وکړي. زه د دواړو ګوندو د جګړې د واکونو پریکړه لیک سبا ته وړاندې کوم چې دا به زموږ ښکیلتیا منع کړي. زه د کانګرس د ټولو غړو ته بلنه ورکوم چې د دغه پریکړه لیک ګډ ملاتړ وکړي.»
امریکايی سناتور لینډسي ګراهام په خپل ایکس پاڼې باندې لیکلي چې ټرمپ «ډیرې هڅې» وکړي چې د روسیې او اوکراین او د اسرائیل او ایران ترمنځ سوله وشي خو «تاسو باید چې لیواله شریکان ولری چې سوله راوړی.»
هغه ویلي: «ایران د غلط کس سره زړه لوبه کوي. خدای دې د اسرائیل مرسته وکړي، او خدای دې متحدو ایالتونو او ولسمشر ټرمپ سره مرسته وکړي.»