ولسمشر ټرمپ د ډیجیتلي اسعارو لومړی ستر قانون لاس لیک کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ډیجیتلي اسعارو یا کریپتو کرنسي لومړنۍ ستره لایحه توشیح کړه چې د قانون بڼه یې غوره کړه او په ترڅ کې به یې اوس خلک ددې وړتیا پیدا کړي چې د آنلاین سیستمونو په کارولو سره یو بل ته مستقیما پیسې ولېږي.

ښاغلي ټرمپ د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوې غونډې په ترڅ کې چې په کښي یو شمیر جمهور غوښتونکو قانون جوړونکو او د ډیجیتلي صنعت د برخې مشرانو ګډون کړی و او د یادشوې لایحې طرفداران دي، د جنیس په نامه قانون توشیح کړ.

ددغه قانون اصلي نوم ،،د امریکا د ډیجیتلي اسعارو دپاره د نوښت د ملي لارښود ایجاد،، دی خو مخفف یې جنیس دی او په همدغه نامه مشهوره دی.

ښاغلي ټرمپ د غونډې ګډون والو ته د لایحې د لاس لیک پرمهال داسې وویل: ،، نن ماځیګړ مونږ یو داسې ستر اقدام وکړ چې په لړ کې به یې د نړۍ د کریپټو ټیکنالوژۍ په برخه کې او په مالي برخه کې د امریکا مخکښتوب لازیات پیاوړی شي.

نوموړي زیاته کړه: ،، د جنیس قانون یو ساده او واضیح قانوني چوکاټ برابروي چې په لړ کې به یې د ډالرو په ملاتړ د باثباته د ډیجتلي اعسارو (سټیبل کوینس) دپاره پراخه لاره هواره شي چې وده وکړي. دا کیدای شي د انټرنیټ د رامنځ ته کیدو راهیسې د مالي ټیکنالوژۍ په ډګر کې تر ټولو ستر انقلاب وي.،،

باثباته ډیجیتلي اسعار یا سټیبل کوینس په ډیجیتلي اسعارو کې داسې اعسار دي چې د ډیزاین له مخې د نورو په پرتله یې ارزښت باثباته دی او لکه بیټکوین داسې نه دي چې ارزښت یې ځیني وخت په ډیرافراطي ډول پورته او کښته کېږي.

د ډالرو په ملاتړ ستیبل کوینس چې د ډیجتلي ډالرو په نامه هم یادیږي د امریکا د ډالرو سره وصل دي، معنی دا چې د سټیبل کوین هر واحد به یو ډالر ارزښت لري .

د ډیجتلي اسعارو دپاره د سپینې ماڼۍ تر ټولو لوړپوړي چارواکي ډیویډ سکس د جمعې د ورځې د غونډې پرمهال وویل چې د هر ډیجیتلي ډالر په مقابل کې به استعمال کونکی د امریکا په مرکزي بانک کې یو ډالر تضمین لري او چې هرکله یې غوښتل ډیجیتلي اعسار به په ډالرو بدلولای شي.

ښاغلي سکس وویل چې اوس مهال خلک بریښنايي تجارتي معاملې د ډیجتلي پیسو په مرسته کوي چې د بانکونو له خوا او دغه راز د مالي پلټفارمونو، لکه وینمو او پې پل له خوا دغه سهولت برابر شوی دی چې د سیمه ایزو مقراراتو تابعې مخکي ځي او په ځینو مواردو کې د هیوادونو ترمنځ د پیسو په انتقال کې یو څه سوکه کار کوي او یا یې بیه ډیره لوړه پرېوزي.

خو برعکس ډیجتلي اسعار لکه سټیبل کوینس بیا ددغه اسعارو د استعمال کونکو ترمنځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هر وخت د مالي جورښټونو د صنعتي بندیزونو پرته استول کېدای شي.

ددغه مالي معاملو یاداښتونه، حسابات او اسناد د بلاک چینس په نامه سیستسم کې ثبتیږي چې د کمپیوټر د نړیوالې غیرې متمکرز شبکې له خوا اداره کېږي.

ښاغلي ټرمپ داسې وویل،، زیات شمیر امریکایان په دې نه دي خبر چې د پردې ترشاه د مالي نظام تخنیکي ستون فقرات د لسیزو زوړ او تاریخ تیر شوی سیستم دی.،،

نوموړي زیاته کړه چې ،، د جنیس قانون به بانکونو، کاروبارونو، او مالي بنسټونو ته ددې کاري چوکاټ برابر کړي چې د کریپټو اسعار وویشي چې هر کریپټو ډالر د خزانې د وزارت له خوا د بانکي نوټ او نورو معادلو اسعارو د یوه ډالر ارزښت لري. دا به ډالر لازیات پیاوړی کړي او ډالر ته به ستر مخکښتوب ورکړي.،،

ښاغلي ټرمپ هوډ وکړ چې په نړیوال تجارت کې به ډالر خپل موقف ساتي سره له دې چې د بریکس ډلې هیوادونه ددې مسلې پرضد هڅه کوي چې بدل یې کړي په کښي برازیل، روسیه، هند، چین او د جنوبي افریقا هیوادونه شامل دي.