سپینه ماڼۍ: د غزې د اینده په اړه د ټرمپ د خلاقانه حل لارې د تطبیق لپاره باید لومړی حماس بې وسلې شي

سپینه ماڼۍ

سپینه ماڼۍ وايي مخکې له دې چې امریکا د غزې د راتلونکي لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ "خلاقانه حل لارې" پلي کړي، د حماس ترهګره ډله "لومړی باید په بې وسلې کېدو موافقه وکړي".

په یوې اعلامیه کې چې د سه شنبې په ورځ د امریکا غږ لخوا ترلاسه او خپره شوه، سپینې ماڼۍ وویل: "ولسمشر ټرمپ له ډېرې مودې راهیسې د فلسطینیایو د ژوند د ښه والي لپاره له خلاقانه حل لارو څخه چې د غزې د بیا ودانولو په لړ کې هغوی ته په نویو او ښکلو ځایونو کې بیا مېشتېدل هم شامل دي، ملاتړ کوي. په هرصورت، حماس باید لومړی موافقه وکړي چې بې وسلې شي او په غزه کې واکمني پریږدي."

سپینې ماڼۍ د واشنګټن پوست د یکشنبې د ورځې د راپور په اړه امریکا غږ ته په ځواب کې دا اعلامیه استولې ده.

د واشنګټن پوست په راپور کې ویل شوي چې د ټرمپ حکومت د جګړې وروسته د غزې لپاره پر یو پلان غور کوي، چې پر اساس یې دا سیمه به لږترلږه د لسو کلونو لپاره د متحدو ایالتونو لخوا داسې اداره شي چې په یو سیاحتي او د پرمختللي ټکنالوژۍ د تولید او تکنالوژۍ په مرکز بدل شي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې داهم راغلي دي چي په دې اړه اوس: "هېڅ رسمي پالیسي نه ده اعلان شوې".

ټرمپ لومړی د فبروري په میاشت کې د امریکا لخوا د غزې د نیولو او د هغې د دوه میلیون فلسطینیانو د دایمي او رضاکارانه لیږد وړاندیز وکړ چې دا سیمه بیا ورغول شي.

ولسمشر او د هغه مهمو چارواکو په مکرر ډول د حماس د بې وسلې کولو یا له منځه وړلو غوښتنه کړې او د دې ډلې د ماتولو لپاره د اسرائیل د پوځي کمپاین ملا یې وتړله.

سپینې ماڼۍ په وروستیو کې د غزې د راتلونکي په اړه د ولسمشر ټرمپ په مشرۍ د یوې غونډې کوربنه وه چې په کې د بریتانیا پخواني لمړی وزیر، ټوني بلیر، او د منځي ختیځ لپاره د ټرمپ پخواني ځانګړي استازي، جرېډ کوشنر، هم په کې برخه اخیستې وه.

د اکسیوس خبري سایت راپور ورکړی چې په دې غونډه کې ټوني بلیر او جرېډ کوشنر له جګړې وروسته د غزې د راتلونکي په اړه یې خپل نظرونه په مستقیمه توګه له ولسمشر ټرمپ سره شریک کړل.

د سولې په چارو کې د دونالډ ټرمپ ځانګړي استازي سټیف ویتکاف، ټینګار کړی چې د ټرمپ حکومت د ځنیو برمته شویو کسانو د خوشې کېدو په اړه د هغو هوکړو سره مخالف دی چې پړاو په پړاو عملي کیږي، او زیاته کړې یې ده چې د برمته شویو کسانو خوشې کېدل یوازې په هغه صورت کې امکان لري چې د حماس ډله په مکمله توګه له منځه لاړه شي.

د اسرائیل لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو، هم ویلي دي چې په غزې کې د ایران تر ملاتړ لاندې د حماس له ترهګرو سره د اسرائیل د جګړې نهایي هدف دا دی چې د غزې اوسېدونکي د استبدادي رژیم له منګلو خلاص او د اسرائیل امنیت تضمین شي.