هیګسیت: افغانستان کې د ناټو په ماموریت کې د نورو غړو په پرتله د امریکا ونډه زیاته وه

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پټ هیګسیت

د متحدو ایالتونو د دفاع وزیر پټ هیګسیت په افغانستان کې د ناټو په شل کلن ماموریت کې د نورو غړو هیوادونو په پرتله د امریکا ونډه ډیره وبلله.

هیګیست د چهارشنبې په ورځ جون ۱۱ (جوزا۲۱) د متحدو ایالتونو د سنا د بودیجې د تخصیص د کمېټې په یوې استماعیه غونډې کې وویل چې په افغانستان کې د ناټو د متحدینو د موجودیت سره سره ډېر پوځي ماموریتونه به د امریکايي ځواکونو له لوري ترسره کېدل.

نوموړي د امریکا په ملي ګارد کې د خپل خدمت دورې ته په اشارې وویل: «ما د ناټو له ډېرو متحدینو کاناډایانو، بریتانویانو، استرالیایانو او نورو سره، چې فوق العاده وو، هم خدمت کړی، د هغوی منندوی یم.»

هغه امریکايي قانون جوړوونکو ته وویل چې د سنګر ملګرو به یې د سرتېرو په یونیفورم کې د (ISAF) د ټکي، چې په انګلیسي کې د «نړیوال سوله ساتي ځواک» لنډیز دی، په لیدو له یو بل سره ټوکې کولې او دا به یې داسې تشریح کول چې «ما امریکایان په جګړې کې ولیدل».

هیګیست وویل: « بیرغونه نهایتآ ډېر وو، خو د جګړې په ډګر کې وړتیاوې ډېرې نه وې.»

په استماعیه غونډه کې دیموکرات سناتور کرستوفر کونز د هیکسیټ‌ د ځینو خبرو په ځواب کې وویل چې «ښاغلی وزیره،‌ راځئ چې دا د ریکارډ لپاره روښانه کړو چې په افغانستان کې زموږ په پوځي شریکانو کې [هغه کسان] هم شامل وو چې خدمت یې کړی او وژل شوي دي.»

هګسیټ بیا وویل چې دا په دې مانا نه ده چې زه په افغانستان کې د امریکا د متحدینو د هڅو پروا نه لرم، خو په خبره یې «د ډیرو هڅو بار د امریکا په غاړه و.»

په افغانستان کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کال پورې د متحدو ایالتونو تر مشرۍ لاندې د ناټو غړو هېوادونو ماموریت ترسره کړ، چې د مالي لګښتونو تر څنګ یې ځاني زیانونه هم وګالل.

متحده ایالتونه د ناټو له اروپایي غړو څخه غواړي چې خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي، چې د ناټو پوځي وړتیاوې قوي او د غړو اتکا یې د متحدو ایالتونو په سرچېنو باندې کمه شي.

هیګیست د چهارشنبې د ورځې په استماعیه غونډه کې دا خبره زیاته کړه چې «تر څو پورې چې واقعي دفاعي وړتیا ونه لرئ، تاسو یو واقعي ایتلاف» او اتحاد نه یاست.

هیګیست وویل چې متحده ایالتونه منتظر دی، چې د هالنډ د هاګ په ښار کې د ناټو تر سرمشریزې مخکې د ناټو غړي هېوادونه د دفاعي لګښتونو لپاره د خپلو ناخالصو ملي عوایدو د پنځه سلنې په لګولو توافق وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ وايي چې د ناټو د اروپایي متحدینو له لوري د دفاعي لګښتونو زیاتول به د امریکا سره مرسته وکړي چې خپل تمرکز د هند-ارام سمندر سیمې ته واړوي.

د ناټو متحدینو په ۲۰۲۳ کال کې موافقه وکړه، چې هر کال به د خپلو ناخالصه کورنیو تولیداتو حد اقل دوه فیصده په دفاعي چارو لګوي. په ۲۰۲۴ کال کې متحدینو وویل چې ۲۲ هېوادونو یا دا اندازه پوره کړې او یا ترې زیات دي، خو په ۲۰۱۴ کې د ددغو هېوادونو شمېر درې وو.