د امریکا بشري حقونو راپور کې افغانستان کې د ښځو د حقونو وضعیت خراب بلل شوی

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې د طالبانو د محدودیتونو له کبله په ۲۰۲۴ کال کې «د ښځو حقونه پام وړ» خراب شوي دي.

په دغه راپور کې د طالبانو د تش په نوم «امر بالمعروف قانون» چې د اګست په میاشت کې تنفیذ شوی، د طالبانو د مخکنیو فرمانونو د تطبیق ترڅنګ «د ټولو افغانانو په شخصي ژوند باندې یې سخت بندیزونه لګولي او په خاص ډول په ښځو او نجونو» باندې.

راپور وايي چې «طالبان داسې قوانین له اسلام څخه د خپل تفسیر په اساس جوړ کړي چې په جدي توګه د مذهب او عقیدې ازادي نقض کوي او عملآ د ټولو اسلامي تفسیرونو او اعمالو او د ټولو ادیانو اعمال غیر قانوني» بولي.

د افغان ښځو په اړه د طالبانو دا قانون ښځې له سرپرست نارینه پرته له سفر کولو منع کوي، په عامه محضر کې یې له خبرو کولو بندوي، مجبوروي یې چې د مخ په ګډون له سر څخه تر پښو لاندې ځانونه پټ کړي او له پردو سړیو سره یې د سترګو په سترګو لیدو څخه هم منع» کوي.

له روسیې پرته نړیوالې ټولنې طالبان اساسآ له ښځو سره د چلند او بشري حقونو په اړه د اندېښنې له کبله، د افغانستان د مشروع واکمنانو په توګه نه مني.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په دغه راپور کې همدغه راز د خپلسرو او ناقانونه وژنو، شکنجې، تحقیر کوونکو سزاګانو، په جګړو کې د ماشومانو د ګمارنې او له هغوی څخه د استفادې او د بیان او مطبوعاتو په ازادۍ باندې د محدودیتونو په اړه هم اندېښنه ښودل شوې ده.