د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۸ (جوزا ۲۸) په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې تر اوسه یې پریکړه نه ده کړې چې هغه به په ایران باندې برید وکړي او که نه.
ټرمپ وویل: «کیدای شي چې [امر] وکړم. خو کیدای شې چې ویې نه کړم. یانې، هیڅ څوک نه پوهیږي چې زه به څه وکړم.»
هغه په ټولنیزو رسنیو کې په خپلو پوسټونو کې په ایران د «بې قید او شرطه تسلمۍ» غږ وکړ.
ولسمشر د سې شنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو یو لړ پوسټونه وکړل چې ایران ته یې د امریکایي ملکي وګړو یا سرتیرو په وړاندې د توغندیو د ویشتلو په اړه خبرداری ورکړ.
ټرمپ د ایران ستر روحاني مشر علي خامنه ای هم «اسانه هدف» وباله، خو ویې ویل چې دا مهال به ونه وژل شي. ټرمپ د امریکا د مداخلې د احتمال په اړه په غور وویل، «موږ اوس د ایران پر فضا بشپړ او مطلق کنټرول لرو» او د ایران دفاعي تجهیزات د امریکا لخوا جوړ شوي وسلو سره د پرتلې وړ نه دي.
هغه وویل: «موږ په دقیقه توګه پوهیږو چې [د ایران] په اصطلاح 'ستر مشر' چیرته پټ دی. هغه یو اسانه هدف دی، خو هغه هلته خوندي دی – موږ، د هغه د له منځه وړلو (وژلو) اراده نه لرو، لږترلږه د اوس لپاره نه.»
د چهارشنبې په ورځ خامنه ای د امریکا غوښتنه رد کړه چې ایران دې تسلیم شي. هغه خبرداری ورکړ چې امریکایانو ته به «نه جبرانیدونکي زیان» واړوي که چیري امریکا په جنګ کې ښکیله شي.
ټرمپ پخوا ویلي و چې ایران نه شي کولای چې اټومي وسلې ولري. «ډیر ساده،... دوی نه شي کولای چې اټومي وسله ولري.»
هغه د چهارشنبې په ورځ هغه خبریالانو ته وویل چې اوس هم «ډیر ناوخته» نه دی د ایران لپاره چې د خپل اټومي پروګرام نه لاس په سر شي.
بل پلو ته، پنټاګون وايي په منځني ختیځ کې یې د ځواکونه امنیتي تدابیر په تر ټولو لوړې کچې کې دي.
د امریکا د دفاع وزیر پيټ هګسیټ د چهارشنبې په ورځ د جون په ۱۸ (د جوزا ۲۸) وویل چې د امریکا د دفاع وزارت په منځني ختیځ کې د اسرائیلو او ایران د جګړې له کبله د خپلو ځواکونو حالت «د ځواک اعظمي محافظت» یا د امنیتي تدابیرو تر ټولو لوړې کچې کې ساتلی دی.
هغه د دې نه انکار وکړ چې ووايي چې د امریکا د سنا د پوځي خدماتو د کمیټې غړو ته دا ووايي چې د امریکا جمهور رئیس ته یې په سیمې کې د امریکا د بریدونو د ترسره کولو په اړه احتمالي پلانونه ورکړي دي.
هیګسیټ وویل چې یوازې ولسمشر کولای شي چې دغه ډول پریکړې وکړي او د دفاع د وزارت مسولیت دا دی چې متبادل پلانونه ولري او ولسمشر ته د دغه پلانونو د عواقبو په اړه معلومات ورکړي.
هغه وویل: «که چیري او هرکله چې دغه پریکړې وشوي، نو وزارت تیار دی چې عملي یې کړي.»
هیګسیټ وویل چې ایران دا فرصت درلود چې د خپل اټومي پروګرام په اړه یوې موافقې ته ورسیږي. او ایران «باید چې موافقه کړې وای.»
متحدو ایالتونو خپل یو شمیر وسایط او تجهیزات منځني ختیځ ته انتقال کړي دي چې په کې بیړۍ او جنګي الوتکې شامل دي.
هیګسیټ وویل چې د دغو لیږدونو «هدف دا دی چې په سیمې کې زموږ دفاعي وضعیت غښتلی کړی.»
اسرائیلو او ایران د شپږمې ورځې لپاره هم په یو بل بریدونه وکړل.
په بیت المقدس کې د امریکا سفارت اعلان وکړ چې «امنیتي وضعیت ته په کتو سره» به دغه سفارت د جمعې ترورځې بند وي.
په اسرائیل کې د د امریکا سفیر، مایک هکبي د چهارشنبې په ورځ په خپل اکس پاڼې باندې اعلان وکړ چې د هغو امریکایانو لپاره چې غواړي د اسرائیلو څخه ووځي د تخلیې پلان شته.