د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لینډسي ګراهام د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې که د ایران د ټومي پروګرام په اړه ډیپلوماټیکې هڅې ناکامې شي، نو د «پوځي اقدام» په کولو سره دې د اسرائیلو مرسته وکړي چې د ایران د اټومي تاسیساتو د ویجاړولو «کار بشپړ شي.»
ګراهام د د سي بي ایس Face the Nation د خپرونې سره په یوه مرکه کې وویل: «که دغه[اسرائیلو ته] د بمونو د برابرولو په مانا وي، بمونه ورکړی.»
هغه زیاته کړه: «که دغه د اسرائیلو سره [د الوتکو د ګډ] پرواز مانا لري، نو د اسرائیلو سره پروازونه وکړئ.»
دموکرات سناتور رچارډ بلومنټل چې د سي بي ایس د خبرې شبکې سره خبرې کولې څرګنده کړه چې د ډیپلوماسۍ ملاتړ وکړ خو ټینګار یې وکړ چې امریکا «باید د ایران د غچ اخیستنې په وړاندې اسرائیلو ته دفاع لپاره وسایل ورکړي.»
جمهوري غوښتونکي سناتور ټام کاټن بیا خبرداری ورکړ چې «تهران په چټکۍ سره دواړه -- د منځني واټن بالستیک توغندي چې په سیمه کې اسرائیل او د لنډ واټن توغندي چې ورسره امریکایي ځواکونو په نښه کړي -- جوړوي."
کاټن زیاته کړه چې په عمان کې د خبرو د شپږم پړاو د لغوه کیدو وروسته ټرمپ «غواړي چې ایران بیرته د خبرو میز ته راشي»
بل امریکايي سناتور راند پال د ان بي سي خبري شبکې د Meet the Press خپرونې کې وویل چې فکر کوي چې «دا به ډیره ګرانه وي چې د دې حالت څخه ووځي او د مذاکراتو له لاې یوه جوړجاړۍ ته سره ورسیږي.»
هغه زیاته کړه چې «زه لا ډیرې جګړې او وژنې وینم.او دا د امریکا کار نه دی چې په جګړې کې دې ښکیله شي.»
امریکايي سناتور جان تون د یکشنبې په ورځ د فاکس نیوز د خبرې شبکې سره په خبرو کې وویل چې د ایران اټومي ظرفیت د ټولې نړۍ لپاره یو بې ثباته کوونکی ځواک وګنی.
هغه وویل: که ایران په منځني ختیځ کې د امریکا اډې او تاسیسات په نښه کړي، نو«باید چې د امریکا د ټول قوت [سره مخامخ کیدو] ته تیار وي.»