امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا د ناقانونه معلوماتي ټکنالوژۍ د فعالیتونو پر ضد ګډ اقدام کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت، د جاپان د بهرنیو چارو وزارت او د جنوبي کوریا د بهرنیو چارو وزارت د مانډیانت (Mandiant) شرکت په همکارۍ د اګست په ۲۶مه په ټوکیو کې یوه غونډه وکړه.
په دې غونډه کې د درو واړو هېوادونو د حکومتونو او له ۱۳۰ زیات د خصوصي سکتور استازو ګډون کړی و.
ګډونوال چې د آزاد کار پلاتفورمونو، د پیسو لېږد شرکتونو، کریپټو کرنسی، مصنوعي ځیرکتیا (AI) او نورو Web3 ټکنالوژۍ پورې تړلي شرکتونه وو، د شمالي کوریا د معلوماتي تکنالوژۍ کارکوونکو د فریبکارۍ تاکتیکونو پر وړاندې د ګډو دفاعي تدابیرو په اړه بحث وکړ.
امریکایي چارواکي وایي د شمالي کوریا د دولتي لارښوونو په اساس د معلوماتي ټکنالوژۍ کارکوونکي د شمالي کوریا د ډله ایزې وژنې وسلو (WMD) او د بالستیک توغندیو پروګرامونه تمویلوي، چې دا کار د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیکونه نقضوي.
د واشنګټن په وینا، د دغو کارکوونکو سره هر ډول ښکېلتیا نه یوازې د معلوماتو او شتمنیو د غلا خطر زیاتوي، بلکې قانوني پایلې، اعتبار ته زیان او د شمالي کوریا د نورو سایبري بریدونو د په نښه کېدو امکان هم لوړوي.
امریکا ټینګار کوي چې د جاپان، جنوبي کوریا او صنعتي شریکانو سره به ګډ کار ته دوام ورکړي څو د شمالي کوریا د بندیزونو د سرغړونو پر وړاندې لا اغېزمن اقدام وشي.