د متحدو ایالتونو فضايي ادارې (ناسا) د ځمکې مدار ته د ستورمزلو د استولو پلانونه اعلان کړل چې په تېرې څه باندې نیمې پېړۍ کې په لومړي ځل کېږي.
امریکا، جاپان او جنوبي کوریا د شمالي کوریا د ناقانونه معلوماتي تکنالوژۍ د فعالیتونو پر ضد ګډ اقدام کوي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر دونالډ ټرمپ د سه شنبې په ورځ جون ۱۷ (جوزا۲۷) وویل چې احتمال لري په متحدو ایالتونو کې د چینایي اپ ټیک ټاک د اپلیکیشن د نه بندولو پرېکړه وغځوي.
د بشپړ خسوف له کبله به د پنجشنبې په شپه مارچ ۱۳ (کب ۲۳) د ځمکې په لویدیځه نیمه کره کې د سپوږمۍ رنګ سور وي.
د مایکروسافټ شرکت جمعه فبروري ۲۸ ( کب ۱۰) ویلي چې د روان میلادي کال د مې په پنځمې نیټې د سکایپ خدمات چې د تیرو شلو کالونو راهیسې ترې د مکالمې یوې وسیلې په توګه، کار اخیستل کیده تړي.
د متحده ایالاتو فضايي اداره (ناسا) وايي تر ۲۰۳۲ کال پورې په ځمکه باندې د داسې یوې سترې اسماني ډبرې د لګېدو احتمال شته چې د یو ښار د ویجاړولو وړتیا لري.
د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جې ډي وینس اروپایي مشرانو ته ویلي چې د مصنوعي ځیرکتیا دپاره د دوی "ډیر زیات" مقررات ددغه صنعت پرمختګ ته خنډ جوړوي. وینس د محتوا محدودول "استبدادي سانسور" بللی دی.
د هغې ښځې د بدن پاتې شونې چې ۳.۱۸ میلیون کاله پخوا یې ژوند کاوه، په لومړي ځل په اروپا کې نندارې ته ایښودل شوي دي.
په امریکا کې د جنوري ۱۹مه په ټیک ټاک د بندیز په درشل کې ددې رسنۍ سلګونه زره امریکايي کاروونکي وايي د "ریډ نوټ" په نوم یوې بلې چینايي ټولنیزې شبکې ته یې مخه کړې ده.
د ایران د مجازي فضا عالي شورا په وټساپ باندې په دغه هېواد کې له دوه کلن بندیز وروسته، د پیغامونو استولو ددغه مشهور اپلیکیشن بیرته پرانیستلو ته رایه ورکړې.
د مالیزیا حکومت پرېکړه کړې چې د خپلې هغه الوتکې لټون له سره پیل کړي چې نږدې ۱۰ کال وړاندې له ۲۳۹ سپرلیو سره په هوا کې په مرموز ډول ورکه شوې وه.
نور پورته کول