واشنګټن تیاری نیسي چې د شبنې په ورځ د جون ۱۴ (جوزا ۲۴) په تیرو ۳۴ کلنو کې د تر ټولو لوی پوځي رسم ګذشت کوربه وي. دغه رسم ګذشت د متحدو ایالتونو د پوځ د بنسټ ایښودو د ۲۵۰ مې کلیزې په مناسبت ترسره کیږي.
د امریکا د پوځ ډګرمن ګیریټ سرل د واشنګټن ABC7 شبکې ته په هغه راپور کې چې د یکشبنې په ورځ خپور شوی ویلي دي چې د جون د ۱۴ نیټې لویه پوځې رژه به د واشنګټن دي سي د کانسټیټیوشن په سړک باندې د اتو بلاکونو په اوږدو ترسره شي چې ۷۰۰۰ پوځیان، ۱۵۰ نظامي ګاډي او ۵۰ الوتکې به په کې برخه واخلي.
په معاصرې امریکا کې د جګړې د مهال علاوه د پوځ ځواک ننداره ته وړاندې کول ډیر کم لیدل شویدي.
په وروستي ځل ۸۰۰۰ پوځیان چې د امریکا د دفاعي قواوو د بیلابیلو څانګو اړوند وو په واشنګټن کې د ۱۹۹۱ کال د جون په اتمه نیټه د عراق په مقابل کې د امریکا د بریا د لمانځلو په خاطر رسم ګذشت وکړ.
په رسم ګذشت کې ټانکونه، د پټریټ میزایلونه نندارې ته وړاندی شول چې په سلګونو زره کسان یې لیدو ته راغلی وو او د دوهمې نړیوالې جګرې وروسته تر ټولو لویه رژه وه.
کیدای شي چې د شنبې د ورځې رسم ګذشت د ۱۹۹۱ کال د مراسمو سره د پوځي تجهیزاتو له پلوه سیالي وکړي. خو د ۳۴ کلونو پخوا د رسم ګذشت برعکس، دا ځل رژه د دې پر ځای چې د ټول دفاعي قوتونو یوه خاصه پوځي بریا ولمانځي، د دفاعي قواوو د یوې څانګې، یعنې پوځ، د بنسټ ایښودل لمانځل کیږي.
امریکايي انقلابیونو د متحده ایالتونو د پوځ لومړی بنسټ، د کانټینینټل ارمي، د ۱۷۷۵ کال د جون په ۱۴ نیټه جوړ کړ. دغه ورځ نن په امریکا کې د بیرغ د ورځې په نامه، چې د کال ۱۷۷۷ د جون په ۱۴ نیټه د امریکا ملي بیرغ د تصویب سره سر خوري، لمانخل کیږي. په دغه ورځ ولسمشر ټرمپ هم د خپل زوکړې ۷۹ کلیزه نمانځي.
ټرمپ په خپلې ټولنیزې رسنۍ سوشل تروټ کې یوه ویډیو خپره کړې چې په کې یې ویلي چې د ده حکومت د پوځ رسم ګذشت تنظیم کړی ترڅو «د خپلو سرتیرو بې ساری قوت او نه ماتیدونکي روحیې ته سلام ووایو.»
هغه زیاته کړه چې «[د امریکا] پلازمېنه به د ټانکونو تندر او د پروازونو زړه راښکونکې غږونه ونیسي چې ۷۰۰۰ سرتیري به مارش وکړي چې د خپلواکۍ د جګړې نه نیولې بیا په ټولو لویو جګړو کې، [د امریکا د پوځ] تاریخي یونیفارمونه به یې اغوستي.»
هغه امریکایانو ته بلنه ورکړه چې د هغه په قول «د ژوند په اوږدو کې یو ځل نمانځلو» کې د خلګو لپاره به وړیا وي برخه واخلي. ټاکل شوې ده چې ولسمشر به دغو مراسمو ته وینا وکړي او مراسم به په کنسرت او اورلوبو سره پای ته ورسیږي.
ولسمشر ټرمپ په خپلو خبرو کې چې د امریکا پوځیانو ته یې د سې شنبې په ورځ په شمالي کارولینا کې په فورټ بریګ کې وکړي وویل چې دغه رسم ګذشت متحدو ایالتونو ته دا فرصت ورکوي چې «یو لږ څه ځان ښوونه وکړي» په هغه ډول چې نور هیوادونه یې کوي.
هغه د فرانسې مثال ورکړ چې هر کال د جولای په ۱۴ نیټه د خپلې ملي ورځې په مناسبت، چې د باسټیل د ورځې په نامه یادیږي، پوځي رسم ګذشت کوي.
د امریکا د پوځ د معلوماتو په پاڼه کې راغلي دي چې په رسم ګذشت کې به د ابرامز ټانک، بریډلي جګړه ییزه موټر، سټرایکر او همدارنګه هاویټزرونه او بلک هاک، اپاچي او چینوک هلې کوپټرونه هم نندارې ته وړاندې شي.
د امریکا د پوځ ویاند ډن ډریسکول د امریکا د جون په پنځمه د سنا په یوې استعماعیه غونډې کې وویل چې د رسم ګذشت لګښت به د ۲۵ څخه تر ۴۰ میلیون ډالره وي.
ولسمشر ټرمپ بیا د دوشنبې په ورځ د اقتصاد په اړه د یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل چې «زیاتره پيسې زه او نور مرسته کوونکي ورکوي... ډیرې یې د پوځ [د بودیجې] څخه نه ورکول کیږي.» خو هغه د رسم ګذشت د لګښتونو د پوځي او غیرپوځي ونډې په اړه څه نه دې ویلي.
د امریکا د پوځ ویاند ډن ډریسکول وویل چې دا يوه نادره فرصت دی چې د امریکا د پوځ ته د رضاکارو پرسونل په جلب او جذب کې به مرسته وکړي.
پوځ همداراز د ځینو سړکونو د ساتنې لپاره د فولادو تختي لګولي دي چې کیدای شي د ټانکونو د راتاویدو له امله د سړکونو د سطحې د خرابیدو امکان شته.
د راتلونکو څو ورځو لپاره به په رسم ګذشت کې د ګډون لپاره هغه زرګونه پوځیان چې د هیواد د ګوټ ګوټ څخه راغلی به په یو شمیر دولتي ودانیو او ځايي پوځي اډو کې ځای په ځای شي.
چارواکي د رسم ګذشت د ورځې د امنیت د ساتلو پخاطر د تدابیرو اعلان کړی دی. په دغه تدابیرو کې د سړکونو بندول، د ۹۰ دقیقو لپاره د ریګن د هوايي ډګر، چې واشتنګټن ته نږدې موقعیت لري، د پروازونو ځنډول شامل دي. همداراز د رسم ګذشت مخکې د مهمو سیمو لکه سپینه ماڼۍ او د کانګرس د ماڼۍ شاوخوا امنیتي موانع هم درول شوي دي.
د سپینې ماڼۍ ویانده کارولاین لیفیت د چهارشنبې د ورځې په خبرې کنفرانس کې وویل چې د امنیتي موانعو درول «له وخته مخکې» اقدام دی چې په رسم ګذشت کې برخه اخیستونکي خوندي وي چې په کې د پوځ پخواني عسکر او د هغو کورنۍ غړي هم شامل دي چې خپل عزیزان یې، د خدمت په مهال، له لاسه ورکړي.
تنظیمونکي وايي چې تمه لري شاوخوا ۲۰۰ زره کسان به د شنبې د ورځې په نمانځنه کې شرکت وکړي چې په کې به پوځي الوتکي پروازونه وکړي او اورلوبې به وشي.