ټرمپ: د انویدیا شرکت چین ته د خپلو صادرېدونکو چیپونو ۱۵فیصده عواید حکومت ته ورکړي

ټرمپ تائید کړ چې د انویدیا شرکت موافقه وکړه چین ته د خپلو صادرېدونکو چیپونو ۱۵فیصده عواید د متحدو ایالتونو حکومت ته ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ اګست ۱۱ تائید کړ چې د انویدیا شرکت موافقه وکړه له چین ته د خپلو استول کېدونکو چیپونو څخه ۱۵فیصده عواید د متحدو ایالتونو حکومت ته ورکړي. تر دې مخکې سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته تائید کړې وه، چې د (اې ام ډي) په نوم یو بل شرکت هم همداسې موافقه کړې وه.

ولسمشر ټرمپ ټېنګار کړی، چې د انویدا شرکت ته به اجازه ورنه کړي، چې د خپلو پرمختلليو چيپونو بل نسل په چین باندې وپلوري، مګر که یې کیفیت راټيت کړي.

نوموړي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې له دغه شرکت څخه یې وغوښتل چې د خپلو عوایدو ۲۰فیصده حکومت ته ورکړي، خو د شرکت اجرايي مشر هوانګ ورسره ولیدل او د ۱۵فیصده عوایدو په ورکولو یې موافقه وکړه.

هغه وویل: «ما وویل، غوږ شه، که دا زه تاسو ته ومنم، زه ۲۰ فیصده غواړم، هېواد ته یې غواړم، زموږ هېواد ته، متحدو ایالتونو ته. ځان ته یې نه غواړم. تاسو پوهېږئ، هر ځلې چې زه وایم ۷۴۷، زه یې غواړم. هوايي ځواک ته یې غواړم. زه یې فقط غواړم. بنآ، هرکله چې زه ووایم، ۲۰ فیصده غواړم، زه یې د هېواد لپاره غواړم، زه یوازې د هېواد په اړه فکر کوم. زه د ځان په کېسه کې نه یم. او بیا هغه وویل، ۱۵ فیصده به یې نه کړی؟ موږ په یوې کوچنۍ معاملې خبرې وکړې.»

هغه ټېنګار وکړ چې د اچ۲۰ چیپ په اړه له نویدا سره د هغه معامله د نویدیا د اصولو څخه سرغړونه ده. هغه وویل چې هاوايي په چین کې هم داسې چیپ لري، چې همداسې کار کوي. ټرمپ وویل چې تر هغه وخت پورې چې انویدا د خپلو چیپونو د فعالیت کچه د ۳۰ او ۵۰ فیصدو ته راښکته کړې نه وه، ورسره یې موافه ونه کړه.

هغه وویل: «تاسو پوهېږئ، چې بلکویل څه دی؟ بلکویل سوپر ډوپر پرمختللی دی. زه د دې په اړه معامله نه کوم. که څه هم امکان لري چې دا معامله وکړم چې تر ډېره به په بلکویل کې په منفي توګه وده کوي، په بله وینا د ۳۰ او ۵۰ فیصدو ترمنځ به یې تخفیف واخلو، خو دا په نړۍ کې نوی او غوره دی. هېڅوک یې نه لري. هغوی یې د پنځو کالونو لپاره نه شي لرلای.»

ټرمپ زیاته کړه: «موږ هغه اصول پلي کوو، چې د متحدو ایالتونو حکومت په نړیوال مارکیټ کې زموږ د شراکت لپاره ټاکلي. په داسې حال کې چې موږ د میاشتو میاشتو لپاره اچ۲۰ نه دي انتقال کړي، هیله لرم چې د صاداراتو د کنترول اصول امریکا ته اجازه ورکړي چې په چین او نړۍ کې رقابت وکړي.»

انویدیا په یوې اعلامیې کې امریکا غږ ته وویل چې « امریکا ۵جي نه شي تکرارولی او د مخابراتو مشرتابه نه شي بایللی. که موږ مقابله کوو، د امریکا مصنوعي ځیرکتیا د نړۍ لپاره معیار کېدای شي.»

امریکا غږ د (اې ام ډي) سره هم په تماس کې شو، چې په دې اړه یې نظر واخلي، خو د دغه راپور تر لیکلو پورې هغوی نظر نه دی ورکړی.

متحدو ایالتونو د امنیتي اندېښنو له کبله چین ته د انویدا په ځینو صادراتو باندې بندیزونه لګولي دي او اندېښنه لري چې چین شاید دا چیپونه د مصنعوي ځیرکتیا د ودې او یا د پوځي اهدافو لپاره وکاروي. د اچ۲۰ چيپ بڼه، چې په ځانګړي ډول چین ته صادرېږي، کیفیت یې ټيټ دی.