د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي چې هغه به د روسیې د ولسمشر سره راتلونکې اونۍ د جمعې په ورځ د الاسکار په ایالت کې د لیدوکاتو پرمهال د هغه نه وغواړي چې په اوکراین کې « جګړه ختمه کړي».
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې داسې وویل « زه به د ویلادمیر پوتین سره خبرې وکړم او هغه به ته ووایم چې ته باید دا جګړه پای ته ورسوی او باید ختمه یې کړې.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې د پوتین سره یې غونډه په حقیقت کې د «وضیعت معلومولو غونډه» ده چې هدف یې د مسکو هڅول دي چې په اوکراین کې د اوربند سره موافقه وکړي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې دواړې خواووې باید ځمکې سره تبادله کړي چې موافقې ته سره ورسېږي او دا چې دا به ژر معلومه شي چې پوتین ددې پلان سره موافق دی او که نه.
ښاغلي ټرمپ داسې وویل « د غونډې په پای کې حتی د غونډې په لومړیوو دوو دقیقو کې به زه په دې پوه سم چې په دې برخه کې هوکړه کیدای شي او که نه. ښايي دا هوکړه ښه وي او ښايي هم بده وي.»
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه چې هغه به په جګړه کې دواړو ښکیلو خواوو ته وايي چې « کامیابي درته غواړم خپل په مینځ کې جګړې ته ادامه ورکړی او یا به ورته ووایم چې راځی یوه موافقه سره وکړو.»
ښاغلي ټرمپ د دوشنبې په ورځ دا هم وویل چې روسیې د اوکراین د خاورې زیاته او مهمه برخه لاندې کړې ده او دا چې نوموړی به هڅه وکړي چې ددې خاورې ځینې برخې بیرته اوکراین ته ورستنې کړي.
ښاغلي ټرمپ وویل چې که چیري پوتین د یوې «عادلانه موافقې» پیشنهاد وکړ نو نوموړی به د اروپايي مشرانو سره خبرې وکړي او هغوي ته به د مزاکراتو په هکله تازه معلومات ورکړي خو ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه به « د احترام له رویه» لومړی د اوکراین د ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي سره خبرې وکړي.
ښاغلي ټرمپ داسې وویل « ما په کراتو دا ویلي دي او دا مي هم ویلي دي چې زه مایوسه شوی یم. زه د هغه( پوتین) سره پر ټلفون ډیرې ښې خبرې وکړم او چې ګورې بیا پر کیف او نورو سیمو باندې توغندي توغول شوي وي او شپیته تنه مړي پر سړک پراته وي... دا یوه خشنه جګړه ده هر اونۍ د ۵ څخه تر ۷ زرو کسانو پورې وژل کېږي او تاسو پوهېږی یو یې هم ددې سیمې نه دي بلکې ټول یې روسان او اوکراینیان دي...»
ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه غواړي ډیر ژر اوربند وویني او «هیله لري چې ستر بریالتوب به ولري.»
د ۲۰۱۹ کال راهیسې دا لومړی ځل دی چې ولسمشر ټرمپ او پوتین سره ویني. ښاغلي ټرمپ وویل چې راتلونکی قدم به دا وي چې زیلینسکي او پوتین سره وګوري. « زه به هلته یم که دوي ضرورت راته ولري خو زه غواړم چې د دواړو مشرانو ترمنخ یوه غونډه وشي.»