روبیو:  د روسیې د باندنیو چارو وزیر د اوکراین د جګړې د حل دپاره نوې لاره پیشنهاد کړې  

د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې روسیې د اوکراین د جکړې د حل دپاره یوه نوې لاره پیشنهاد کړې ده او هغه ته دا خبره د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګي لاروف د پنجشنبې په ورځ په کولا لامپور کې وکړه.

ښاغلي روبیو دغه څرګندونې خبریالانو ته د امریکا او جنوب ختیځې آسیا د هیوادونو د وزیرانو د جلسې په څنډ کې د لاروف سره د یوې غونډې وروسته وکړې. د دواړو خواوو ترمنځ دغه غونډه د پنجشنبې په ورځ د مالیزیا په پلازمینې کولا لامپور کې وشوه.

د امریکا دغه جګپوړي ډیپلومات وویل چې هغه به د روسیې دغه نوي لارې ته د یوې داسې لارې خطاب ونکړي چې په اوکراین کې به ،،د سولې د راتلو تضمین وکړي،، خو نوموړي وویل چې هغه به دا وړاندیز د امریکا د ولسمشر سره شریک کړي چې وکتل شي په دې برخه کې څه کیدلای شي.

ښاغلي روبیو وویل چې هغه د لاروف سره د خبرو پرمهال په اوکراین کې د روسیې د درې کلنې جګړې د پای ته رسولو په برخه کې په ډیپلوماتیکو هڅو کې د روسیې د عدم پرمختګ او عدم انحطاف ښودلو له وجې د ولسمشر ټرمپ د ،، مایوسي او حوصلې بایللو،، پیغام لاروف ته ورکړ.

په عین حال کې د روسیې د باندنیو چارو وزارت یوه بیانیه خپره کړې چې په کښي راغلي چې لاروف او روبیو د اوکراین د جګړې د مسلې د حل په هکله ،،سپینې او اساسي خبرې کړي دي،، او د ،،دواړو خواوو پر ګډ تعهد باندې چې د جګړې دپاره سوله ایزې حل لارې ولټول شي یوځل بیا تاکید شوی دی.،،

روسیې د چارشنبې او پنجشنبې په شپو پر اوکراین باندې درنې هوايي بمبارۍ کړي دي. د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلینسکي د ټیلګرام په یوه پوسټ کې ویلي چې د روسیې په دې بریدونو کې د ۴۰۰ بې پیلوټه اولوتکو څخه کار اخیستل شوی چې په کښي ۲۰۰ یې د شاهد په نامه د ایران له خوا جوړې شوې بې پیلوټه الوتکې دي. دغه راز هغه وویل چې روسیې په بریدونو کې د ۱۸ میزایلونو څخه هم کار اخیستی چې په حملو کې اکثرا په کښي د اوکراین پلازمینه د کیف ښار په نښه شوی دی.

د روسیې په دې ورستیو هوايي بریدونو کې د اوکراین نورې سیمې هم په نښه شوي دي.

ښاغلي زیلینسکي وویل چې په دې بریدونو کې په کیف کې دوه تنه وژل شوي دي او د لسو نه زیات کسان ټپیان شوي دي.

ددې نه مخکي زیلینسکي ویلي و چې روسیې د ۷۲۸ بیلابیلو بې پیلوټه الوتکو په مرسته پر اورکراین باندې بریدونه وکړل او دغه راز یې پر دې هیواد باندې ۱۳ میزایلونه هم وتوغول چې د هغه په وینا دا په یوه ورځ کې تر ټولو غټ هوايي برید و.

د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاندې تمي بروس د پنجشنبې په ورځ په دغه وزارت کې خبریالانو ته وویل چې امریکا د روسیې دغه بریدونه غندي.

هغې داسې وویل: ،،مونږ پر اورکراین باندې د روسیې دغه بریدونه چې د جګړې د تشدید سبب ګرځي په کلکه غندو او د حملو قربانیانو ته او د هغو کورنیو ته چې په دې حملو کې وژل شوي دي د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوو. هره اونۍ مونږ ریپوټونه ویني چې روسیې د هوايي بمباریوو نوی ریکارډ جوړ کړی دی. هر هیواد غواړي چې نوي ریکارډونه جوړ کړي خو په دې شکال نه.،،

په عین حال کې ښاغلي روبیو د خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل چې اوکراین د پټریوټ په نامه اضافي د امریکا له خوا جوړ شوي د میزایلونو دفاعي سیستم ته اړتیا لري . نوموړي زیاته کړه چې واشنګټن هیله لري چې د ناټو ملګري هیوادونه چې اوس مهال دغه سیستم لري او استفاده ترې نه کوي هغه اوکراین ته ورکړي.

د جرمني لومړي وزیر فریدریخ میرز د پنجشنبې په ورځ په روم کې د اوکراین د بیاروغونې په یوه کنفرانس کې وویل چې جرمني دې ته چمتو دی چې د امریکا ساخت پټریاټ سیستمونه د اوکراین دپاره رانیسي.