د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د خپل روسیي سیال سرګي لاوروف سره د روسیې او اوکراین ترمنځ په استانبول کې د سولې د مذاکراتو نه مخکې ټیلیفوني خبرې کړې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دغه خبرې د یکشنبې په ورځ د روسیې په غوښتنه شوي او په خبرو کې روبیو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه غوښتنه تکرار کړه چې "تلپاتې سولې ته د رسیدو لپاره" کیف او مسکو باید مخامخ مذاکرات وکړي.
تمه ده چې دغه خبرې به د استانبول په وخت د ماسپښین په یوې بجې وشي.
د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي د خپل دفاع وزیر اومروف د اوکرایني هیات مشر ټاکلی دی. د روسیې دولتي رسنۍ بیا رپوټ ورکړی چې د کرملېن د مرکچي هیات مشري د روسیې د ولسمشر ولادمیر پوتین یو مشاور ولادمیر میدنسکي کوي.
د اوکراین لپاره د متحدو ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځانګړی استازی، کیت کیلاګ تیره اونۍ د اې بي سي خبرې شبکې ته ویلي دي چې د متحدو ایالتونو، جرمني، فرانسې او بریتانیا چارواکي به هم د دوشنبې په ورخ په استانبول کې خبرې وکړي.
د چارو کارپوهان وايي چې ډیر لږ امکان شته چې د یکشنبې په خبرو کې دې خاص پرمختګ وشي دا ځکه چې د دواړو اړخونو په دریځونو کې ډیر واټن شته.
دغه خبرې داسې مهال کیږي چې د روسیې او اوکراین ترمنځ په یو بل باندې بریدونو زور اخیستی دی.
د یکشنبې په ورځ، اوکراین د روسیې د اوږدې فاصلې په بم اچوونکو الوتکو باندې د ډرون بریدونه وکړل.
دغه ډرون الوتکې په قاچاقي توګه په موټرو کې د لرګیو په کریټونو کې روسیې ته انتقال شوي وو او د هغه ځای بیا په نږدیو سیمو کې ورباندې بریدونه وشول.
د اوکراین د امنیتي خدماتو ادارې یا (CBU) ادعا کړې چې تر ۴۰ بم اچوونکې الوتکې یې په نښه کړي دي.
د یکشنبې په ورځ ناوخته بیا روسیې د ۴۷۲ ډرون بریدونه په اوکراین باندې وکړل چې دغه د روسیې د ۲۰۲۲ کال د یرغل نه وروسته د ډرون تر ټولو لوی برید و.
اوکراین د اپریل په میاشت کې د امریکا د ۳۰ ورځو د اوربند سره موافقه وکړه خو روسیې بیا د دغې طرحې سره موافقه و نه کړه.
روسیې ویلي دي چې د دغې اونۍ په غونډه کې به د سولې لپاره د خپلې طرحې خاکه وړاندې کړي.