ټرمپ د ناټو د عمومي منشي سره د لیدو پرمهال د وسلو د خرڅلاو تړون اعلان کړ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ناټو د عمومي منشي سره د لیدو پرمهال اعلان وکړ چې د اوکراین د جګړې دپاره به پر دغه سازمان باندې امریکايي نظامي وسایل خرڅ کړي چې اوکراین به یې د روسیې سره په جګړه کې د ځان څخه ددفاع په موخه استفاده کړي

ښاغلي ټرمپ دغه څرګندونې نن په سپیه ماڼۍ کې د ناټو د عمومي منشي مارک روټې سره د خبرو پرمهال وکړې او داسې یې وویل،،مونږ نن یوې موافقې ته ورسیدو او په لړ کې به یې مونږ د ناټو غړو هیوادونو ته وسلې وراستوو او دوي به یې پیسې ورکوي.،،

ښاغلي روټې د ناټو د ۳۲ هیوادونو د سازمان سره د امریکا ددې موافقې ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې په نتیجه کې به یې اوکراین د امریکا له خوا جوړېدونکي نظامي توکي ترلاسه کړي چې په کښي به میزایلونه او د هوايي دفاع سیستم شامل وي.

ښاغلي ټرمپ دغه راز روسیې ته یو نوی خبرداری هم ورکړ چې پر دغه هیواد به ۱۰۰ فیصده تعارفه وضع کړي که چیري دغه هیواد په راتلونکو ۵۰ ورځو کې په اوکراین کې د اوربند په هکله موافقه ونکړي.

ښاغلي ټرمپ داسې وویل،، زه د ولسمشر پوتین څخه مایوسه یم ځکه ما فکر کوی چې دوې میاشتې مخکي به لا یوې موافقې ته سره ورسېږو خو داسې نښکاري. نو بنا که چیري مونږ په راتلونکو پنځوسو ورځو کې موافقې ته سره ونه رسېږو نو مونږ به پر روسیې باندې د تعارفو دویمه لړۍ پیل کړو دا یوه ډیره ساده خبره ده. پر دوي به ۱۰۰ فیصده تعارفې وضع شي.،،


ددې نه وړاندې ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ واشنګټن ته څیرمه په یوې هوايي اډې کې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا د ناټو پر غړو هیوادونو باندې د وسلو په خرڅلاو کې به د امریکا د پټریټ په نامه د هوايي دفاع سیستم شامل وي چې د هغه په وینا اوکراین، د روسیې د زیاتي له کبله، ورته سخت ضرورت لري.

ښاغلي ټرمپ د روسیې ولسمشر ویلادمیر پوتین ته په اشارې سره وویل چې ،، هغه ښې خبرې کوي او بیا د ماښام د خوا پر ټولو بمبارۍ کوي او زه ددې کار سره مشکل لرم او دا کار مي خوښ نه دی.،،

په عین حال کې د اوکراین ولسمشر ویلادمیر زیلنسکي وویل چې هغه د امریکا د ځانګړي استاځي کیت کیلاګ سره د لیدو پرمهال د امریکا د ملاتړ په هکله خبرې وکړې او خپل د دوشنبې د ورځې ملاقات یې ګټور وباله.

ښاغلي زیلینسکي د اکس پر ټولنیزې شبکې باندې په یوه پوسټ کې لیکلي دي جې ،، مونږ د اوکراین د هوايي دفاع سیستم پر پیاوړتیا، ګډو تولیداتو، د اورپا سره په همکارۍ د دفاعي وسلو پر رانیولو خبرې وکړې او البته پر روسیې باندې مو د بندیزونو په هکله او دغه راز څوک چې د هغه هیواد سره مرستې کوي هم خبرې وکړې مونږ د امریکا مشرتابه ته سترګې په لاره یوو په داسې حال کې چې اوس جوته شوه چې ماسکو به تر هغه پورې ونه دریږي ترڅو پوري چې د هغو غیر معقول خواهشات د زور په مرسته قابو نشي.،،

په عین حال کې د امریکا جمهوري غوښتونکي سناتور لیندزي ګراهم چې د ولسمشر ټرمپ یو متحد دی، پرون د یکشنبې په ورځ یې د سي بي اس تلویزوني شبکې ته په یوې مرکه کې وویل چې ،، د روسیې له خوا د اوکراین د اشغاع مسله اوس یوې حساسې نقطې ته رسېدلې ده.،،

ښاغلي ګراهم د امریکا په سنا کې د هغې دوه ګوندي هڅو مشري کوي چې هدف یې په سنا کې د روسیې پرضد د سختو نویو بندیزونو تصویب دی. ټرمپ د ګراهم ددې اقدام څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

ښاغلي ګراهم داسې وویل،، ولسمشر ټرمپ د میاشتو راهیسې هڅه کوي چې پوتین د مزاکراتو میز ته تشویق کړي هغه د روسیې د پاره د مزاکراتو ور خلاص پرېښود خو دا ور اوس د بندیدو په حال کې دی.،،

د امریکا ډیموکرات سناتور ریچارد پلومنتال چې د سي بي اس په عین پروګرام کې یې خبرې کولې ویې ویل چې پر روسیې باندې د نویو بندیزونو تصویب به په یوه حساس وخت کې ترسره شي.

ښاغلي بلومنټال وویل چې د واشنګټن اروپایي متحدینو هغه او سناتور ګراهم ته په اورپا کې د تړلو درواز شاته ویلي دي چې د امریکا له خوا پیشنهاد شوي بندیزونه باید ،، جدي او سخت وي چې د روسیې چلند ته بدلون ورکړي.،،