د بهرنیو چارو وزارت: امریکا ته د افغانانو په سفر بندیز د موقت حفاظت پروګرام سره توپیر لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

امریکا وايي متحدو ایالتونو ته د افغانستان پر اتباعو د سفر بندیز د لنډمهال حفاظت د پروګرام د پای ته رسیدو سره توپیر لري.

متحده ایالتونه وايي چې د ولسمشر ټرمپ له خوا د سفر په نوي بندیز کې د افغانانو شاملول د هغه د حفاظت د هغه لنډمهاله پروګرام له پای ته رسولو څخه جلا ده چې په ترڅ کې یې یو شمیر افغانان د طالبانو له خوا د افغانستان د نیولو نه وروسته امریکا ته راوړل شوي وو.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ټامي پیګاټ د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د سفر دا بندیز د امنیتي اندیښنو له امله اعلان شوی چې د ویزې غوښتونکي په خوندي او باوري ډول نه څیړل کیږي، پداسې حال کې چې د لنډمهاله محافظت حیثیت یا TPS پروګرام مانا دا وه چې د لنډمهال دپاره وي.

پیګاټ وویل: "موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې موږ خلک [مخکې له دې نه چې امریکا ته د راتګ اجازه وکړو] په سمه توګه وارزو، او زه فکر کوم چې د امریکا خلک له موږ څخه دا تمه لري." پیګاټ زیاته کړه "هغه څه چې موږ دلته ګورو دا دي چې ایا موږ کولی شو خلک په سمه توګه وارزو؟ ایا د ترهګرۍ کومې اندیښنې شته؟ ایا موږ د ځینو هیوادونو اتباعو کې دا وینو چې د ویزې د مودې د پای ته رسیدو وروسته پاتې کیدای شي.‌ دا [د دغه بندیز د وضع کولو] څینې دلایل دي. نو موږ په افغانستان کې دا دوه جلا مسلې لرو.؟"

د متحدو ایالتونو د کورني امنیت وزارت ویلي‌ دي‌ چې په افغانستان کې د امنیتي او اقتصادي وضعیت د ښه کیدو پخاطر به په راتلونکې میاشت کې د موقت حفاظت پروګرام یا TPS پای ته ورسوي.

د هغه فرمان له مخې چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهار شنبې په ورځ صادر کړ راغلي چې افغانستان د پاسپورټونو او نورو اسنادو د صادرولو لپاره یوه وړ یا (دوی سره) همکاره مرکزي اداره نه لري او دغه شان د اشخاصو د پلټنې او ارزونې لپاره اړین مېکانیزمونه هم نه لري.

په دې فرمان کې د افغانانو په ځانګړو هغو کسانو لپاره چې د امریکا متحده ایالاتو د کډوالۍ د ځانګړو ویزو یا (اېس.آی.وي) کېسونه لري ځيني استثناوې شته. په دې بندیز کې هغه کډوال او غیر کډوال شامل نه دي، چې د دغه فرمان تر نافذ کېدو مخکې یې ویزې اخیستې دي.

همدغه راز د دایمي اقامي (ګرین کارت) لرونکي، د افغانستان لپاره د مهاجرت ځانګړې ویزې لرونکي(SIV) یا هغه کس ته چې د شکنجې او نورو ظالمانه، غیر انساني یا سپکاوي وړ سزا په وړاندې د کنوانسیون له مخې له اخراج یا خوندیتوب څخه انکار شوی وي، او امریکا ته د نړیوالو سیالیو او نورو لوبو ته راتلونکي لوبغاړي هم په کې شامل نه دي.

دا فرمان د سپینې ماڼۍ پر وېب پاڼه کې هم خپور شوی او په کې راغلي چې دا فرمان به له راتلونکي اونۍ (د جون له ۹مې) د اجرا وړ وي.

له افغانستان سربېره ایران، برما، چاد، کانګو، استوايي ګینه، اریتریا، هایتي، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن هغه هېوادونه دي چې امریکا ته يې د وګړو په سفر محدودیت لګول شوی دی.