د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د جون ۱۸ (جوزا ۲۸) وویل چې د ویزې د ورکولو پروسه یې د هغو بهرنیانو لپاره چې غواړي په امریکا کې تحصیل وکړي بیرته پیل کړې خو د درخواست کوونکو د ټولنیزو رسنیو د فعالیتونو «جامع» ارزونه به کوي.
په دغه ترڅ کې د قونسلګریو مامورین به د درخواست کوونکو د ټولنیزو رسنیو پوسټونه او پيغامونه ګوري تر څو دا معلومه کړي چې د امریکا سره خو به خصومت یا دوښمني نه لري.
په هغه بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شوی دی ویل شوي دي چې د امریکا د ویزو درخواست کوونکو ته به وویل شي چې د خپلو ټولنیزو رسنیو حسابونه عمومي یا Public کړي.
«د نوو لارښوونو پا اساس، موږ به د ټولو محصلینو او کلتورې تبادلې د درخواست کوونکو، چې د F، M، او J د غیرمهاجرت د ویزو کتګورۍ کې شامل دي، د درخواستونو جامع او بشپړ ارزونه وکړو چې په کې د دوی انټرنیتي حضور [فعالیتونه] هم شامل دي.»
هغه لارښوونې چې د قونسلګریو مسولینو ته استول شوي په کې راغلي دي چې دوی باید چې د متحدو ایالتونو د «اتباعو، کلتور، حکومت، ادارو، او د بنسټیزو اصولو» سره د دښمنیو نښې نښانې ولټوي.
تیره میاشت، د ټرمپ ادارې د بهرنیو محصیلینو نه چې غواړي په امریکا کې تحصیل وکړي د ویزو ورکولو د نویو مرکو مهالویش وځنډاوه.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی د پروسې بیا کتنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل: «متحده ایالتونه باید د ویزو د صادرولو په پروسې کې پوره پام وکړي تر څو چې دا یقیني کړي چې هغه کسان چې امریکا ته د راتګ درخواست کوي د دې اراده و نه لري چې امریکایانو ته او زموږ ملي ګټو ته زیان ورسوي. او دا چې ټول درخواست کوونکي په باوري ډول دا ثابته کړي چې دوی د ویزې د اخیستلو لپاره واجد شرایط دي چې په کې دا هم راځي چې دوی اراده لري چې په هغو فعالیتونو کې برخه اخلي چې د دوی د د راتګ د شراېطو سره سمون لري.»