امریکا د هاګ د محکمې په قاضیانو او څارنوالانو باندې نور بندیزونه ولګول

متحده ایالتونو نن چهارشنبې د اګست په ۲۰ د نړیوالې جنایي محکمې یا (ICC) په څلورو نورو چارواکو بندیزونه اعلان کړل. دا هغه کسان دي چې د اسرائیل له خوا د هغو احتمالي جنګي جرمونو پلټنه کوي چې په غزه کې د حماس د ترهګرې ډلې په وړاندې د جګړې په ترڅ کې ترسره شوي.

په یو بیان کې چې د چهارشنبې په ورځ خپور شو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، "زه، د ولسمشر ټرمپ د (۱۴۲۰۳) اجرائیه حکم له مخې د کاناډا کيمبرلي پروسټ ، د فرانسې نیکولاس ګیلو، د فیجي نازحات شمیم خان او د سینګال مامې منډیاي نیانګ باندې بندیزونه لګوم."

دغه حکم په دې تور د جرایمو د نړیوالې ادارې د چارواکو پر وړاندې بندیزونه لګوي چې وایي د امریکا او زموږ نږدې ملګري اسرائیل پر وړاندې "غیر مشروع او بې بنسټه" کړنې ترسره کوي.

روبیو د نویو بندیزونو په اړه وویل، "دا کسان بهرني وګړي دي چې په مستقیمه توګه د نړیوال جنایي محکمې یا (ICC) سره مرسته کوي، تر څو د متحده ایالاتو یا اسرائیل اتباع ، ددې دوه و هیوادونو د خبرتیا نه پرته، وپلټي، توقیف یې کړي، بندیان یې کړي او یا یې هم د قضايي تعقیب فشار لاندې راولي."

د جون په میاشت کې د ټرمپ ادارې د جرایمو د نړیوالې محکمې پر څلورو قاضیانو باندې، د محکمې صلاحیت څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور، بندیزونه ولګول.

امریکا او اسرائیل د جرایمو د نړیوالې محکمې غړي نه دي. دوی د دې محکمې مشروعیت پېژندلو ته هم چمتو نه دي. دغې محکمې د غزې په جګړه کې د اسرائیل په لاس د احتمالي جنګي جرمونو په تور ددې هیواد د صدراعظم بنیامین نتانیاهو د نیولو حکم ورکړی. اسرائیل دا تورونه په کلکه رد کړي دي.