افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا او د کډوالو ناورین

افغان کډوال

د ماشومانو دپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونسف د ۲۰۲۵ کال د دوهمې نیمایي برخې په دوران کې په افغانستان کې د بشري وضعیت نوی رپوټ خپور کړی دی.

پدې رپوټ کې ویل شوي چې په ۲۰۲۵ کال کې د خلکو د وضعیت له مخې، په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا زیاته شوې، او د هیواد د ۵۰ سلنې څخه زیات نفوس، چې شاوخوا ۲۳ میلیونه کسان دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې کې ۱۲ میلیونه ماشومان شامل دي، چې د هغو وضعیت ځانګړې اندیښنې رامینځته کړې دي.

د پاکستان او ایران په ګاونډیو هېوادونو کې سیاسي بدلونونو په افغانستان کې د بیرته ورستنیدونکو ناورین ته لا شدت بښلی دی.

د ۲۰۲۵ کال په دویمه نیمایي کې د کډوالو د ستونزو زیاتوالی لیدل شوی. د ۲۰۲۵ کال د جنورۍ له لومړی څخه د جون تر ۲۹ مې پورې، ۷۱۴،۵۷۲ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.

په دې راستنو شویو کې ۹۹ سلنه کسان بې اسناده دي او ۷۰ سلنه یې په جبري توګه بېرته استول شوي دي. په دې موده کې، د یونیسف په مرستې او ملاتړ تر ۱۹ میلیونو زیاتو کسانو ته ضروري روغتیایي خدمات برابر شوي دي.

د ۲۰۲۵ کال د لومړۍ نیمایي برخې په ترڅ کې، له ۹.۵ میلیونه زیاتو ماشومانو روغتیایی څارنه شوی چې پکې اته پنځوس سلنه یې نجونې وې.

یونیسف وایي په لومړۍ نیمایي کې یې د ۷۳۰,۰۰۰ څخه زیاتو ماشومانو او روزونکو دپاره لازمي ورځنۍ روغتیايي مرستې چمتو کړې دي.

یونسف زیاتوي چې په افغانستان کې ۲۲,۹ ملیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او ۱۲ میلیونه ماشومان د اړینو مرستو د کموالي نه رنځ ګالي.

دوي زیاتوي چې۸۵۷۰۰۰ ماشومان چې د ۵ کلونو څخه کم عمر لري، د شدیدې سو تغذۍ علاج ته اړتیا لري او د ۱۴,۳ میلیونو افغانانو دپاره روغتیایي مرستې ضروري ګڼل کیږي.