د ملګرو ملتونو د بیړنیو بشري مرستو د همغږۍ ادارې (OCHA) د ستراتیژۍ او همغږۍ د څانګې مشرې، شانون اوهارا، د سپټمبر په (۸) مه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو زلزلو په غبرګون کې د مرستو پلان نهایی شوی او نن به اعلان شي تر څو حیاتي بېړني اړتیاوې پوره شي.
هغې ټینګار وکړ چې « د انعطاف قابلیت، پر وخت، معین ځای او چټکۍ سره د مرستو رسول خورا مهم گڼل کیږي."
اوهارا، چې افغانستان ته تللې وه او له کونړ ولایت څخه د مزار درې سیمه کې د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) د جوړېدونکي مرکز او په سیمه کې د حالاتو تر لیدنې وروسته راستنه شوې وه، وویل چې د هغې د سفر هدف دا و چې "د مرستو پراخولو او رسولو دپاره اړینې اسانتیاوې برابرې شي.
هغې په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو د هوایي خدمتونو (UNHAS) د ادارې د هلي کوپترو د ماموریت د تمویل د ارزښت مثال ورکړ څو ډاډ ترلاسه شي چې بشري مرستې او تجهیزات اړو سیمو ته ورسېږي."
هغې پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل:«یوازینۍ لاره چې ورننوځي او وځي، یوه نرۍ لاره ده چې د غره پر غاړه غزیدلې ده."
نوموړې زیاته کړه، "دا لار د ځمکې ښویېدنې له امله له درنو ډبرو ډکه شوې وه، او د مرستندویه درنو لاریو په شمول ډېرۍ وسایط، چې عاجلو سیمو ته د رسیدو هڅه یې کوله، بند پاتې و.»
د OCHA دغي چارواکې وویل:«کله چې موږ د زلزلې مرکز ته روان وو، د دې مخالف لوري ته مو بېځایه شوې کورنۍ ولیدې چې هغه څه یې له ځان سره وړل چې ترې پاتې شوي وو. ډېری کسان لا هم د زلزلې د شپې جامې اغوستې وې. میندې او پلرونه خپل ماشومان له ځان سره انتقالول، ځینې یې د نوو زخمونو بنداژونه لګولي وو.»
اوهارا وویل، کله چې مزار درې ته ورسېدله د شاوخوا کلیو د مړو څارويو بوی دومره زیات و، چې زغمل یې سخت وو.
هغې زیاته کړه:«موږ هغه کورنۍ ولیدې چې ژوند یې په یوه شېبه کې ویجاړ شوی وو. یوازې په څو دقیقو کې زلزلې د دوی کورونه، کروندې، او معیشت له منځه یووړل او هغوی یې بې له هر څه پریښودل. هلته شرایط خورا سخت دي. ځینې کورنۍ په ګڼه ګوڼه کې خېمو کې اوسي، او ډېر نور له باران او سړې هوا سره مخامخ د آسمان لاندې پر ډاګ ویده کېږي،. هلته نه پاکې اوبه شته او نه هم د بدرفت سیستم. کولرا په دې سیمه کې خلک تل کړوي. هغې زیاته کړه چې لومړني ارزونې ښيي چې ۹۲ سلنه خلک لا هم پرانیستې تشنابونه کاروي، نو د کولرا د خپرېدو احتمال ډېر زیات او له خطرونو ډک دی.»
هغې وویل:«که موږ همدا اوس اقدام و نه کړو، دا اړمن خلک ښايي د راروان ژمي د تیرولو توان ونلري. اضافي مالي ملاتړ ته خورا عاجله اړتیا لیدل کیږي. که عاجله مرسته و نه شي، نو راتلونکې اوونۍ به د خلکو کړاو او غم لا پسې زیات شي او د مخنیوي وړ ناروغیو خپرېدل، د لا ډېرو خلکو بېځایه کېدل، نور بشري تلفات رامنځته کولای شي.»
د اګست په ۳۱مه نېټه، افغانستان له ۶ درجې څخه لا شدیدې زلزلې ولړزاوه.
د ملګرو ملتونو د بیړني مرستندویه صندوق له خوا پنځه میلیونه ډالر په پیل کې د اړینو مرستو لپاره ورکړل شوي، خو نړیوالې مرستندویې ادارې وايي لا ډېرو نورو مرستو ته سخته اړتیا ده.