امریکا غږ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له غونډو سره هممهاله، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نږدې متحدې، او په دنمارک کې د پخوانۍ سفیرې کارلا سندز، چې د "امریکا لومړی" په نوم د بهرنۍ تګلارې کلکه ملاتړې ده، ځانګړې مرکه کړې ده چې په ترڅ کې یې د ملګرو ملتونو د رول تر څنګ د چین له خوا د ګواښ او د ایران د اتومې پروګرام په اړه هم خپل نطر څرګند کړی دی.
هغې په پیل کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د سفیر په توګه د ښاغلي مایک والټز پر ټاکل کیدو وویل چې ښاغلی والتز ددې مهم مقام لپاره ځانګړې وړتیاوې لري.
هغې وویل:
"مایک والټز د ملي امنیت د پالیسۍ له اوږدې تجربې سره، د کانګرس غړی پاتې شوی او د ولسمشر ټرمپ د تګلارې کلک ملاتړ کوي. هغه د ټرمپ تر مشرۍ لاندې د ملي امنیت شورا مشري کړې، چې دا ورته د ستراتیژۍ او عملي تطبیق دواړو تجربه ورکړې."
سندز زیاته کړه چې، "ملګري ملتونه له کلونو راهیسې خپلې اصلي دندې نهشي ترسره کولای. مایک والټز به د دې ادارې د اصلاح لپاره یوه قوي لاس وي."
کله چې ترې وپوښتل شول چې آیا والټز کولای شي د ملګرو ملتونو په شان د بډایه تشکیلاتو یو ارګان کې اصلاحات راولي، سفیرې سندز هیلهمندي وښوده. هغې خبرداری ورکړ چې چین د ملګرو ملتونو دننه خپل نفوذ پراخ کړی او نړیوال نظم او چارې د خپلو ارزښتونو له مخې بدلوي.
هغې وویل:
"چین اوس ملګرو ملتونو کې دننه له هر بل هېواد زیات ادارې رهبري کوي، خو مرستې یې کمې دي. هغوی غواړي د چینایي سوسیالیزم ارزښتونه د نړیوالو اصولو برخه وګرځوي. مایک والټز پوهېږي چې خطر څه دی."
د سفیرې سنډز سره د روغتیا د نړیوال سازمان (WHO) سره د امریکا اړیکو ته هم اشاره وشوه. سندز د ټرمپ هغه پریکړه وستایله چې له دې سازمان سره یې د امریکا مالي مرستې بندې کړې، او ویې ویل چې د کرونا د وبا پر مهال ددې ادارې کمزوری مدیریت د دې پرېکړې لامل و.
هغې ټینګار وکړ:
"امریکا هر کال پنځه سوه میلیونه ډالر ورکول، خو چین یوازې ۵۰ میلیونه. مرستې باید له کار او کړنو سره وتړل شي."
د نړیوالو شخړو په برخه کې، سفیرې سندز د ولسمشر ټرمپ هغه تګلاره وستایله چې وایي د ځواک له لارې دې سوله تامین شي. هغې اقتصادي بندیزونه، هدفي بریدونه، او د مخنیوي ستراتیژیکې تګلارې د جګړې د نه پراخېدو مهمې وسیلې وبللې.
هغې د ایران په اړه وویل چې ملګري ملتونه د تهران د ترهګرۍ او د بشري حقونو د نقض په وړاندې بې عمل او ځوابه پاتې دي.
"هغې وویل، "ملګري ملتونه د ایران د مهارولو په برخه کې بې ارزښته شوي. ریښتینی بدلون له ځواکمنو هېوادونو راځي، نه له بېاغېزې پرېکړه لیکونو."
د سفیرې سندز سره د امریکا او اسراییلو پر اړیکو هم خبرې وشوې. د غزې په تړاو، سفیرې سندز د اکتوبر ۷ نېټې بریدونه وغندل او د اسراییلو د دفاع حق یې تایید کړ.
"ترهګرۍ ته انعام ورکول، نوره ترهګري زېږوي. دلته د امریکا قوي مشرتابه ته اړتیا ده."
هغې بیا هم په ملګرو ملتونو کې د امریکا پر نوي ټاکل شوي سفیر مایک والتز پر ونډې او رول ټینګار وکړ او ویی ویل چې د کانګرس پخوانی غړی مایک والټز به اوس د ملګرو ملتونو نوی استازی وي.
د ده لپاره به دا یوه مهمه ازموینه وي چې آیا کولای شي د اصلاحاتو لپاره فشار راوړي؟ د سیالو هېوادونو نفوذ کم کړي، او د نړیوالې مشرۍ په برخه کې د امریکا باور بیا راژوندی کړي او که نه.