د امریکا د باندنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې متحده ایالتونه هڅه کوي قطر د اسراییلو او حماس ترمنځ د نژدې دوو کلونو جګړې په پای ته رسولو کې یو رغنده رول ولوبوي.
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې تېرې اوونۍ اسراییلو د حماس د مشرتابه یوه غونډه کې د قطر په پلازمېنه دوحه، کې په نښه کړه.
روبیو دغه څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په ګډه خبري ناسته کې چې په بیتالمقدس کې جوړه شوې وه، وکړې.
کله چې ترې پوښتنه وشوه چې آیا هغه له نتانیاهو څخه غوښتي چې قطر، چیرې چې د امریکا نظامي اډه هم پکې موقعیت لري، بیا تر برید لاندې و نه نیسي، نو هغه وویل چې امریکا اوس "په دې تمرکز کوي چې له دې وروسته څه پېښېږي."
ښاغلي روبیو زیاته کړه:
"موږ به قطر وهڅوو چې د اسراییل او حماس د ۲۳ میاشتو جګړې د حل لپاره رغنده رول ولوبوي، د حل داسې یوه لاره چې یواځې د جګړې پای ته رسول نه وي، بلکه د ټولو یرغمل شویو، که ژوندي دي او که مړه، د خلاصون نه نیولې د حماس تر بېوسله کولو او له منځه وړلو او د غزې ولس لپاره د یوې ښې راتلونکي پیل هم پکې شامل وي."
روبیو ټینګار وکړ چې دا غوره راتلونکی تر هغه وخته امکان نلري چې حماس شتون ولري او ۴۸ تنه یرغمل کسان او هم په بند کې وي.
بلهخوا پرون د یکشنبې په ورځ، د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبریالانو ته وویل چې اسراییلو ته یې پیغام دا دی چې د سپتمبر د نهمې نېټې برید په اړه باید "ډېر، ډېر احتیاط" وشي.
ټرمپ زیاته کړه:
"هو، اسراییل باید د حماس په اړه اقدام وکړي، خو قطر زموږ یو مهم متحد پاتې شوی نو کله چې اسراییل او نور برید کوي، نو باید ډېر هوښیار واوسي."
قطر د اسراییلو هوايي برید په کلکه غندلی او د هغه هیواد پر ملي حاکمیت یې تیري بللی دی.
دا پداسې حال کې ده چې قطر نن د دوشنبې په ورځ د عربي-اسلامي هیوادونو دسرمشریزې کوربه و، ترڅو د برید نه وروسته د ملاتړ یوه اجماع رامنځته کړي.
په ورته وخت کې، صدراعظم نتانیاهو، چې د دوشنبې په ورځ یې د روبیو ترڅنګ خبریالانو ته خبرې کولې، وویل چې اسراییل اوس هم د هغه برید وروستي معلوماتي رپوټونه ارزوي، چې د دوحې پر یوې ودانۍ کې د حماس د مشرتابه پر غونډې وشو.
تر اوسه د اسراییلو، حماس یا قطر له لوري دا نه ده تایید شوې چې آیا د حماس مشران پکې وژل شوي که نه، که څه هم د اسراییلي رسنیو لومړنیو رپوټونو کې ویل شوي چې ځینې مشران پکې ژوبل شوي یا وژل شوي دي.
خو نتانیاهو ټینګار وکړ:
"دغه برید ترهګرو ته یو پیغام ورساوه: تاسې به وتښتئ خو هیڅکله پټېدای نه شئ، موږ به مو هرو مرو پیدا کړو."