د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال جي ډي وینس د چهارشنبې په ورځ په انګلنډ کې د شاهي هوايي ځواک د فیرفوډ په اډې کې له مېشتو امریکايي ځواکونو سره ولیدل.
ښاغلي وینس په خپل ایکس حساب کې د دغه ملاقات په اړه لیکلي دي: «د متحدو ایالتونو پوځ د نړۍ استازی دی. له ټولو هغو زړورو نارینه وو او ښځو څخه مننه چې په پوځ کې دي. دا زما لپاره ویاړ و چې نن غرمه په بهر کې له خپلو یو شمېر مېشتو سرتېرو سره وغږېدم. »
ښاغلي وینس سرتېرو ته په خپلو کې خبرو کې وویل:
«یوه ساده خبره دا ده چې موږ دلته یو ښکلی هېواد لرو. موږ ښه ایتلافیان لرو. زه فکر کوم چې په تاسو کې هر یو پوهېږي چې موږ له څه باندې ۱۰۰ کالونو څخه له خپلو بریتانوي ملګرو سره کار کړی چې لویې بریاوې ترلاسه کړو. که تاسو وګورئ، د تاریخ په اوږدو کې چې د نړۍ لپاره هر لوی څه پېښ کېږي، هر ځل چې د ازادۍ، سولې او ښیرازۍ ستره بریا ترلاسه کېږي، په دې کې بریتانویان او امریکایان دي چې په ګډه کار کوي. موږ چې هرځل په ګډه د جګړې ډګر ته تللي یو، ګټلې مو ده. په دې تاسو هم پوهېږئ او نور هم.»
تر دې مخکې د سپینې ماڼۍ په اعلامیې کې ویل شوي وو چې په دغه ملاقات کې به ښاغلي وینس ته د امریکايي ځواکونو د دغې اډې د وړتیاوو په اړه هم معلومات ورکول کېږي.
د فیرفورډ د شاهي هوايي ځواک په اډې کې د امریکا د ۵۰۱ جنګي ملاتړ څانګې او د سکواډرون د ۹۹ کشفي څانګې سرتېري دېره دي.