د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د ولسمشر دونالډ ټرمپ حکومت به له هرې وسیلې څخه کار واخلي، چې په اوکراین کې وژنې بندې شي، خو په خبره یې روسیه او اوکراین هم باید د دغې درې نیم کلنې جګړې د ختمولو لپاره «یوې اجماع» ته ورسېږي.
ښاغلي روبیو دا څرګندونې د جمعې په ورځ په الاسکا کې له پوتین او د هغه له مذاکره کوونکو سره د ولسمشر ټرمپ له ملاقات وروسته وکړې.
مارکو روبیو وویل: « د سولې د ترلاسه کولو لپاره، زه فکر کوم موږ ټول پوهېږو چې باید د امنیتي تضمین، د ځمکنیو شخړو او ادعاو او په هغه څه چې دوی جګړې کوي، خبرې وشي."
هغه زیاته کړه چې دا ټول مسائیل به د جامع مسائیلو برخه وي.
د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د ولسمشر پر هغې هیلې بیا ټبنګار وکړ چې غواړي جګړې بندې شي.
هغه وویل، " ترڅنګ یې زه فکر کوم تخنیکی مسائيل هم وخت ته اړتیا لري چې نتیجه ورکړي. د روسیې او اوکراین ترمنځ د توافق لپاره، د دواړو اوکراین او روسیې توافق ته اړتیا ده.
هغه په پای کې دا هم زیاته کړه چې دا جګړه د تېر حکومت په وخت کې پیل او له دری نیمو کالونو راهېسې روانه ده.
هغه وویل، "دا جگړه ولسمشر ته پاتې شوې او اوس هغه هڅه کوي چې د بندولو لپاره یې له هرې لارې چارې کار واخلي.»