سپینه ماڼۍ:روبیو به د اوکراین د امنیتي تضمینونو د کمیسیون مشري وکړي

مارکو روبیو Marco Rubio

سپینې ماڼۍ امریکا غږ ته تایید کړه چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د اوکراین د امنیتي تضمینونو کمیسیون مشري وکړي.

سپینې ماڼۍ تایید کړه چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو به د هغه ګډ کمیسیون مشري وکړي چې د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو پر وړاندیزونو کار کوي چې د روسیې او اوکراین تر منځ د شخړې د پای ته ورسولو دپاره د هڅو یوه برخه ده.

د کمیسیون د تشکیل مسله په سپینې ماڼۍ کې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ، اروپایي مشرانو او د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي سره د دوشنبې د ورځې د غونډې پر مهال تایید شوه.

زیلنسکي او اروپایي مشرانو د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په اړه یوې ګډې موافقې ته د رسیدو پر اړتیا ټینګار کاوه، چې د دوامدارې سولې لپاره یوه اړتیا بلل کیږي.

د دوشنبې خبرو نه مخکې د ولسمشر ټرمپ اود روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین تر منځ په الاسکا کې غونډه وشوه. د روسیې ولسمشر وویل چې هغه د ټرمپ سره موافق دی چې د اوکراین امنیت باید یقیني شي، او روسیه چمتو ده چې په دې اړه کار وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکی امریکا غږ ته تایید کړه چې روبیو به د دې کمیسیون مشري وکړي.

د کمیسیون د نورو غړو او د امنیتي وړاندیزونو لپاره د کمیسیون د مهال ویش په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي. سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ د اوکراین لپاره د امنیتي تضمینونو په برخه کې د امریکايي ځواکونو د لېږلو امکان رد کړ.
د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویټ پدې اړه وویل،

"موږ یقیناً کولی شو چې د همغږۍ او تنظیمي چارو په برخه کې مرسته وکړو او ښایي اروپايي متحدانو ته د ځینو نورو امنیتي تضمینونو په برخه کې هم مرسته ورسوو."

ټرمپ وویل چې ځینې اروپایي هېوادونه لکه جرمني، فرانسه او بریتانیا غواړي د اوکراین د امنیتي تضمین په توګه هغه هیواد ته خپل پوځونه ولیږي.

ټرمپ وویل چې امریکا چمتو ده چې "په ځانګړې توګه د هوا له لارې" مرسته وکړي.