امریکایانو ته د بهرنیو چارو وزارت خبرداری: د افغانستان په ګډون اتو هېوادونو ته مه ځئ

د بهرنیو چارو وزارت د امريکايي وګړو لپاره اته هيوادونه ياد کړي چې بايد د هغو خطرونو له امله چې دوي ښایي ورسره پدې هیوادونو کې مخ شي، هلته سفر ونه کړي.

د بهرنيو چارو وزارت په دې خبرتيا کې ویلي چې د امريکايي وګړو لپاره ايران ته سفر کول د "بې اساسه او غير عادلانه توقيف" خطرله ځانه سره لري.

په دې نوملړ کې افغانستان، برما، ايريټريا، نیکاراګوا، شمالي کوريا، روسيه او وينزويلا هم شامل دي.

دغه وزارت د امريکايي وګړو څخه غوښتنه کړې چې د سفر څخه وړاندې رسمي خبرتياوې په غور مرور کړي.

د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې داسې تدابیر او هڅې پیل کړي چې امريکايان ايران ته سفر ونه کړي.

ایران څو ځله په بېلابېلو پلمو بهرني وګړي توقيف کړي دي.

کارپوهان وایي د انسانانو تښتول او د بې ګناه خلکو څخه ناوړه ګټې اخیستنه د ایران ناقانونه کړنې دي چې د سياسي ګټو لپاره یې کاروي.