سیګار: طالبان د مرستو په لیږد کې د لاسوهنې او ځانته د ګټې دپاره بیلې لارې کاروي

The Struggle of Afghan Widows

د SIGAR د ځانګړي مفتش د رپوټونو پر بنسټ، د طالبانو لخوا د امریکا د مرستو څخه د ناوړه کاراخیستنې او د بشري مرستو د څارنې د لا ټینګښت په موخه پنځه مهم راپورونه وړاندې شوي دي.

دا رپوټونه ددې مرستو د تګلارې او اړمنو کسانو ته د رسیدو پر وړاندې د طالبانو د مداخلې مختلف اړخونه څرکندوي.

د امریکا د حکومت لوړپوړي چارواکي او د کانګریس غړي په دې اړه پوښتنې راپورته کوي چې د امریکا د مالیه ورکونکو پیسې څومره د طالبانو لاسونو ته ورغلې دي؟

وروستی رپوټ پدې اړه څیړنه کوي چې طالبان د امریکا مرستې افغان ولس ته د ورکړې پر ځای څنګه ځانته او پخپلو اجنډاګانو لګوي.

د SIGAR د رپوټونو له مخې، طالبان د مرستو په لیږد کې د لاسوهنې دپاره مختلفې لارې چارې کاروي، لکه مرستې خپلو ملګرو ګروپونو ته ورکوي. د غیر دولتي موسسو یا (NGOs) ګانو مقررات پخپله ګټه جوړوي، یوازې د خپلې خوښې موسسو ته د فعالیت اجازه ورکوي، د غیر دولتي موسسو پرکارکونکو فشار راوړي، د هغوی څخه د مرستو د غلا کولو غوښتنه کوي او د ملګرو ملتونو د ځینو چارواکو په مرسته د عرضه کوونکو څخه رشوت اخلي. په راپور کې راغلي چې طالبان " د فشار په ګډون له هرې ممکنې وسیله کار اخلي څو بشري مرستې هغه ځای او هغو کسانو او یا ډلو ته ورسیږي چې دوی يې غواړي".

د سیګار دغه راپور د ۹۰ کسانو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو پربنسټ ترتیب شوی دی چې د طالبانو تر واک لاندې یې مرستندوي چینلونه او د مرستو د غلا کولو ستونزې په ډاګه کړې دي.

دې کسانو کې اوسني او پخواني امریکايي حکومتي چارواکي، د ملګرو ملتونو افسران، د غیر دولتي موسسو کارکونکي، پخواني افغان حکومتي چارواکي، سوداګر او نور شامل دي.

د دغو راپورونو هدف د دې په ګوته کول دي چې څنګه نړیوالې مرستې چې باید اړمن افغان ولس ته ورسېږي، د طالبانو لخوا په ناوړه توګه د دوي د ګټو لپاره کارول کېږي.

د ۲۰۲۱ کال د اګست میاشتې راهیسې هغه ټولنیزې مرستې چې د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو له واکمنۍ وروسته افغانستان ته ورکړ شوې دي، په ټوله کې ۱۰.۷۲ میلیارد ډالر ته رسېږي.

د دې مرستو څخه ۳.۸۳ میلیارد ډالر، چې د ټول ټال مرستو شاوخوا ۳۶ سلنه جوړوي، د متحدو ایالتونو لخوا ورکړ شوي دي چې افغانستان سره تر ټولو لوي مرستې رسونکی هېواد و.