ډبلیو اف پي: افغانستان کې تقریبآ لس میلیون خلک حیاتي بشري مرستو ته اړتیا لري

د خوړو نړیوال پروګرام (ډبلیو اف پي) د پنجشنبې په ورځ جون په پنځمه (جوزا ۱۵) په یو راپور کې وویل چې د اټکل له مخې د افغانستان نژدې لس میلیون خلک (تقریبآ۲۱فیصده نفوس) عاجلو حیاتي بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ډبیلو اف پي د افغانستان د څانګې په رسمي ایکس حساب کې لیکل شوي دي «افغانستان لا هم د لوږې نړیواله نقطه ده، چې تقریبآ ۱۰ میلیون خلک په کې د خوړو عاجلو مرستو ته ضرورت لري چې وپاييږي.»

ډبلیو اف پي وايي چې دا خلک به د روان ۲۰۲۵ کال د مۍ څخه د اکتوبر تر میاشتو پورې مرستو ته ضرورت لري.

د ډبلیو اف پي په راپور کې ویل شوي دي، چې «۱.۶ میلیون خلک» داسې دي چې عاجلو مرستو ته ضرورت لري او «۷.۹۳ میلیون نور خلک» بیا داسې دي، چې له دې پلوه په بشري بحران او کړکیچ کې اېسار دي.

په اعلامیې کې راغلي دي چې «۱۲ میلیون نور افغانان د خوړو له شدید عدم مصونیت» سره مخامخ دي.

خو ډبلیو اف پي دا خبره هم کړې ده چې دا شمېره د ۲۰۲۵ کال د مارچ او اپریل په پرتله کمه شوې، هغه وخت کې ۱۲.۶ میلیون خلک د خوړ له شدید عدم مصونیت سره مخامخ وو.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې له افغانستان سره د بشري مرستو د ۴۰ فیصده کمېدل، اقلیمي بدلون، ټولنیز او اقتصادي خطرونه د دغو ستونزو عمده علتونه بلل کېږي او دا علتونه روان بشري وضعیت نور هم خرابولای شي.