د خوړو نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې تقریبآ پنځه میلیون ماشومان او میندې په خوارځواکۍ اخته دي او د لوږې کړکیچ نورهم زیاتېږي.
په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیالې رانیا داګاش ویلي دي چې لوږې، خوارځواکۍ، له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو، سیلابونو، وچکاليو او د افغانستان په ختیځ کې وروستیو زلزلو بشري مرستو ته اړتیا نوره هم زیاته کړې ده.
نوموړې وویل چې دغو ستونزو میلیونونه کسان نابودۍ ته رسولي دي. داګاش په خپل ایکس حساب کې لیکلي دي، د ژمي تر رسېدو وړاندې او مخکې له دې چې واورې لارې بندې کړې، باید په افغانستان کې عاجلې بشري مرستې برابرې شي.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې افغانستان له بېلا بېلو بحرانونو سره مخامخ دی او په روان کال کې د بشري مرستو لپاره یې د ضروري بودیجې ۱۷فیصده برابره شوې ده.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې، په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته، له دغه هېواد څخه اکثریت نړیوال بشري سازمانونه ووتل او ورسره خلک له سختو اقتصادي ستونزو، لوږې او بیګارۍ سره مخامخ شول.