د طالبانو څلور کلنې واکمنۍ کې د ښځو په حقونو، آزادۍ او کرامت محدودیتونه لګول شوي- فرګوسن

ملګرو ملتونو کې د میرمنو د ملاتړ په نړیواله اداره کې د افغانستان دپاره ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، د ۲۰۲۵ کال د اګست په څوارلسمه د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې چې په نیویارک کی دی په افغانستان کې د طالبانو تر څلور کلنې واکمنۍ لاندې د افغان میرمنو پر وضعیت خبرې وکړې.

هغې وویل، "زه د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې لخوا د هرې ښځې اونجلۍ سره خپلې ژمنې ته دې ټینګار سره پیل کوم، چې په جګړې او تشدد کې اغیزمنې شوې دي- په سودان، اوکراین، فلسطین، اسرایل کې، او په خپلو کورونو کې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې. او البته، په افغانستان کې."

هغي زیاته کړه چې اوس څلور کاله بشپړ شوي دي چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي دي. په دې څلورو کلونو کې، د طالبانو لخوا ګڼ شمېر فرمانونه صادر شوي چې د افغان ښځو او نجونو پر حقونو، آزادۍ او کرامت جدي محدودیتونه وضع شوي.

هغې وویل دا محدودیتونه موقتي نه دي. هیڅ یو فرمان هم تر دې دمه بېرته نه دی لغوه شوی.

هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې د ښځو د حقونو تر ټولو جدي کړکیچ اوس د یوه عادي وضعیت په توګه منل شوی دی.

هغې د کور په کور راټول شوي نوې معلومات شریک کړل چې د هغې په قول د ملګرو ملتونو له خوا د یوې سروې په ترڅ کې تر لاسه شوي دي.

هغې وویل سره له دې چې پر دوی باندې سیسټماتیک او دوامداره محدودیتونه لګول شوي، ۴۰ فیصده افغان ښځې لا هم یوه داسې راتلونکې تصور کوي چې بدلون او مساوات په کې امکان لري.

هغې وویل، "دا د مقاومت او تحمل یوه شخصي هڅه ده، که څه هم ۷۵ فیصده هغه ښځې چې موږ ورسره مرکې کړې، د خپل ذهني وضعیت او کمزورتیا په اړه اندېښنه څرګندوي.