د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا سره یو تجارتي تړون اعلان کړ.
دا د متحدو ایالتونو له لوري په یو شمېر هېوادونو باندې د تعرفو له لګولو وروسته لومړی تړون دی چې امریکا پرې توافق کوي.
ټرمپ د پنجشنبې په ورځ په خپل دفتر کې په داسې حال کې چې د بریتانیا صدراعظم کیئر سټارمر هم په تیلیفوني مکالمې کې و، وویل، دغه تجارتي تړون په دې ټینګار کوي چې "متقابل عمل او انصاف، د نړېوالې سوداګرۍ یو حیاتي اصل دی".
هغه وویل چي نهایي جزئیات به په راتلونکو هفتو کې ولیکل شي.
صدراعظم سټارمر وویل چې دا تړون به متحده ایالات او بریتانیا سره نور هم نږدې کړي. هغه د پنجشنبې ورځ، یوه "تاریخي ورځ" وبلله.
د دې تړون اعلان په اروپا کې د دویمې نړېوالې جګړې د ختمېدو له اتیایمې کلیزې سره سمون خوري.
له هغه وخته چې ولسمشر ټرمپ واک ته رسېدلی، امریکا له ځینو سترو تجارتي شرکت لرونکو سره د متقابله تعرفو په کشاله کې ښکېل شو، او یو مهم هدف یې دا دی چې د امریکا داخلي تولیداتو ته وده ورکړي.